شعـــــرونه

شكر ډېر يو

په  نوبت ځو وسنګرته  شكر  ډېر يو
وارخطا نه يو ډګر ته  شكر  ډېر يو
 
بيا سپرلى دي آسان زين سول ورته ګورئ
دزلمو حسين   منظر ته  شكر ډېر يو

قربانئ  مو له  پېړيو قضا ندي
دجهاد هر لوى اخترته  شكر ډېر يو

داخو نسته چي خطردي خطرخپوركړي
خطركښېنوو خطرته  شكر ډېر يو

په زرهاو ميلو ليري غليم  ډار كړي
ستر  هيبت  يو لر اوبر  ته  شكر ډېر يو

نېك بختونه په مېړانه را سره ځي
هسكې غاړې ځو محشرته شكر ډېر يو

لاس په لاس  رسي  هر وارى  مو الهامه !
د رقيب  زړه او ځيګر ته  شكر ډېر يو
2014/04/03

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x