نعتیه غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

پیغمبر ص لــــــره يــــــــارانو

خپلو پــــــــــــاکو اصحابانو

 

وويل زمـــــوږ قدردانه

شو قربان دي په هرآنه

 

کارموهیڅ هم نه سميږي

برکــــــت نشته کميږي

 

سي شروع کړو کوم يوکارموږ

پوه یې نه شو په اسرارموږ

 

برکــــــــــت مو له کورونو

ده وتــــــلی  لـــــــــه کلونو

 

ده  ارمـــان دهغه ځاي ز موږ

چي دعا مو اوري خداي زموږ

 

دغـــــــه ځاي به عرفات وي
که مِنا که به طواف وي

یـــــابـــــــه وي مزدلفه کې

يا دخـــــــداي خپله بیته کې

 

سترنبي ص ورته ګويان شو

هغوي هک ورته حیران شو

سترنبــــــــي ص ويل  يارانو

زما ګـــــــــــــرانو اصحابانو

دکـــــوم چا زړه چي کنډروي

او لــــــــــه لوږې در بدروي

شلیدلې یــــــــــې جامې وي

وږی وږی هـــم دشپي وي

 

خداي په هغه زړه کې اوسيږي

چاتـــــــــه نه ورمعلومیږي

ورسئ هغه زړه خوشحال کړی

تماشه بيــــــــا دخپل حال کړی

(عمري . مسلم باغ )

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.