
هلمند: ناوه کې پر دولتي ځواکونو موټر بم برید شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر یوې قرارګاه سرتیري برید شوی.
برید نن سهار مهال د ناوې ولسوالۍ پای ته د غلجانو په سیمه کې له چاودیدونکو توکو د ډکي شوبلي په وسیله شوی.
طالبان چې د برید پړه مني وایي: دا برید یې د ځانګړي تکتیک په مټ تر سره کړی او مخالف لوري ته یې د سر او مال دروند زیان اړولی.
دولتي چارواکو د پیښي پخلی کړی خو د مرګ ژوبلي اړوند یې څه نه دي ویلي.
د ناوې ولسوالۍ ننی برید داسي مهال تر سره کیږي چې تیره ورځ ۹ بجې هم د یاد ولایت مرکز لشکرګاه د ۳ حوزې اړوند د دولتي ځواکونو پر ۲ کنډک د مازادا موټر په مټ سرتیری برید وشو.
چارواکو د ۲ کنډک په برید کې ۹ تنو ته د مرګ ژوبلي اوښتو پخلی کاوه خو طالبانو بیا ۷۹ تنه مړه او ژوبل یادول.