افغانستان

خوست کې یوه بهرنۍ خبریاله وژل شوې، بله ټپي ده

نن ټکی آسیا: نن له غرمې مخکې ۱۰:۱۵ بجې، د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې  یوه پولیس پر دوو بهرنیو ښځېنه خبریالانو ډزې وکړې، يوه يې پکې وژلې او بله یې سخته ژوبله کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، دا برید مخامخ د پولیسو له خوا د اسوشیټيډ خبري اژانس پر دوو ښځينه خبریالانو چې یوه يې عکاسه او بله یې راپور ورکوونکې دي، ترسره شوی.

د وژل شوې خبریالې د هویت په اړه ویل شوي، چې د جرمني وه او بله ټپې شوه بیا د کاناډا هېواد اوسېدونکې او د اسوشیټيډ پریس اژانس یوه مشهوره عکس اخیستونکې ده.

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته یوازې همدا نن ورځ پاته ده، ګڼ شمېر سیمه ییز او بهرني خبریالان د ټاکنو د پوښښ لپاره مرکز او شاوخوا ولایتونو ته د ځان رسولو په لټه کې دي.
د پېښي نور جزییات وروسته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x