fbpx

د سپتمبر د ۱۱ او پر افغانستان د امریکايي یرغل په اړه د مصطفی حامد څرګندونې

څلورمه برخه

له نن ټکي آسیا سره د استاد مصطفی حامد (ابوالولید المصري ) ځانګړې مرکه

پوښتنه : ستاسو په ډېرو مقالو او کتابونو په تیره ستاسي په ورستي کتاب افغانستان فی صباح یوم التالي ( افغانستان د سبا ورځې په سهار کې ) مونږ لوستي چې تاسو په افغانستان کې د عربو او په ځانګړي توګه د القاعده ډلې په رول سخت انتقادونه لرئ

تاسو د افغانستان فی صباح یوم التالي کتاب په یوه برخه کې داسې لیکلي :

( په افغانستان کې د میشتو عربانو لخوا په بهر کې فعالیت کول او د دې لپاره د افغانستان له خاورې څخه استفاده کول د القاعده هغه پالیسي وه چې د اسلامې امارت له تګلارې سره یې ښکاره مخالفت او ټکر درلود ، د اسلامي امارت غوښتنه دا وه چې بن لادن خپلې بهرنۍ مطبوعاتي هڅې او د افغانستان له خاورې څخه په استفادې سره په خارجي نړۍ کې د بهرنیانو خلاف هرډول فعالیت د اسلامي امارت له مشورې پرته ونه کړي).

نو دا چې اسامه بن لادن د امارت له مشر ملا محمد عمر مجاهد سره بیعت هم کړی و بیا څه لامل و چې نوموړي د امارت د پالیسۍ خلاف خپلو کړنو ته دوام ورکړ او د امارت غوښتنې یې بابیزه وبللی ؟

ځواب : رښتیا هم دا یو حیرانوونکی ټکی دی چې توجیه کول یې ګران کار دی ، که چېرته ما شیخ اسامه له دېر نږدې او له اوږدې مودې راهیسې نه پيژندلی نو ما به پر ده نور شکونه کړي وای مګر څه چې ما ته ثابته شوې هغه دا چې شیخ اسامه یو مخلص ، زاهد ، مجاهد او زړور شخصیت و چې ډېرې اخلاقي ځانګړتیاوې یې لرلي.

ښه نو ولې بیا له نوموړي څخه داسې بي اطاعتي او مشکلات پیښ شول؟

دا خبره ماته هم د هیښتیا وړ ده ؛ ځکه ما او نورو ملګروڅو ځله شیخ اسامه د امارت د بي اطاعتي له ناسمو پایلو ویرولی او خبر کړی و ، همداراز شخصا ما پر امریکا د برید له ترخو عواقبو څخه خبرداری ورکړی او دا مې ورته ویلي و چې تر څو امریکا پر افغانستان یرغل نه وي کړی باید دامریکا په وړاندې له هرډول اقدام څخه خود داري وشي تر څو هغوی ته په افغانستان باندې د یرغل کولو پلمه په لاس ورنه شي.

که څه هم زما وړاندوینه دا وه چې امریکا په افغانستان باندې د یرغل کولو لپاره مخکي ترمخکي تیاری نیولی و.

زما په باور هغه څه چې شیخ اسامه یې له مشکل سره مخ کړ هغه له غربي تبلیغاتو څخه د شیخ اسامه تر حد زیات تأثر و.

ځکه د سپتمبر تر پیښې وړاندې غربي مطبوعاتو داسامه بن لادن او د القاعده د پوځي ځواک غټ ښودلو په اړه ډیر زیات تبلیغات کول .

تر دې چې د پوځي تحلیلونو او رپوټونو ټول ترکیز یې د اسامه بن لادن پر پوځي هلو ځلو او نظامي فعالیتونو باندې متمرکز و.

شیخ اسامه داسي شخص و چې په مجموع کې یې مطبوعاتو او د هغوي ارزونو او شننو ته ډیر ارزښت ورکاوه .

ما خپله شیخ اسامه ته په دې اړه وویل چې د القاعده د پوځي ځواک او فعالیت په اړه امریکايي مطبوعات مبالغه کوي ، ځکه دا ناشونې ده چې دښمن دې په افغانستان کې د القاعده له پوځي امکاناتو نا خبره وي.

مګر شیخ اسامه پر دې مطبوعاتې پروپاګنډا باندې باوري او داسې یې انګيرله چې دښمن په رښتیا هم له ده څخه ډاریږي نو هماغه و چې د افغانستان څخه بهر ته یې د عملیاتو توجه زیاته شوه چې په هغو کې د یولسم سبتمبر پېښه هم راځي.

ځکه نوموړی دا ګمان کاوه چې امریکا به له دوو او یا دریو داسې کاري بریدونو سره تباه او له منځه ولاړ شي.

د نوموړي د همدي غلط اټکل له مخې د یولسم سبتمبر پيښه پلان او بالاخره تر سره شوه چې زما په اند دا د شیخ اسامه لپاره د امریکایانو یو پلان شوی دام و چې نوموړی یې ورکې ونښلاوه تر څو امریکا له هغې وروسته وکولی شي داسې لوی استعماري اقدام وکړي چې تر اوسه پورې یې مونږ په افغانستان او ګڼو عربي هېوادونو کې د فاجعو شاهدان یو.

پوښتنه : تاسو د سبتمبر د پېښې په اړه خپل خاص نظر لري .. کولی شی چې راته ووایئ چې له دې پېښې ګټه چا وکړه او تاواني څوک شو؟

ځواب : واضحه خبره ده چې د سپتمبر له پېښې څخه مسلمانان ډېر متضرر شول ، او د دې پېښې غنیمتونه دهغه چا جیبونو ته ولویدل کوموچې دا پلان سنجولی و چې هغه د امریکا د سرمایه دارانه نظام لوی لوی پانګوال په تیره د نیویارک د دواړو لویو برجونو یهودی مالک چې سمدلاسه يې دوه ملیارده ډالر تر لاسه کړل.

همدا راز د هغې ورځې د ډالرو او نقدي اوراقو د تبادلې په مارکیت کې لویو یهودي تجارانو کوم چې له پېښې څخه مخکې خبر ورته رسیدلی وو د اسهامو د اخیستلو او خرڅولو له کبله يې په ملیاردونو ډالره ګټې وکړي.

مګر بر عکس د مسلمانانو لومړی تاوان دا وه چې افغانستان یې له لاسه ورکړ او هغه د امریکايي ځواکونو تر پوځي یرغل لاندې راغی .

د افغانستان له لاسه وتل او یا د امریکایانو تر یرغل لاندې راتلل هغه زیان دی چې هیڅ کله هم جبران کیدای نشي.

ما په دې اړه د سپتمبر ترپیښې وړاندې له شیخ اسامه سره په ورستۍ لیدنې کې هغه ته وویل :

حتی که ستا دغو عملیاتو ټوله امریکا تباه او له منځه یوړه نو حتما به نور اوروپایي هېوادونه د جګړې لپاره را مخ ته شي تر څو د غربي نړۍ له مدنیت څخه ننګه وکړي او که مونږ افغانستان له لاسه ورکړو نو هرڅه به مو له لاسه ورکړي وي ،ځکه چې موږ پرته له افغانستان څخه د ځمکې پر مخ بل همداشان بدیل نه لرو .

بل تر ټولو لوی ناورین چې د سپتمبر له پېښې وروسته مسلمانان ورسره مخ شول هغه په عراق او بیا وروسته په شام اولیبیا کې د امریکا په دستور د جهادي ډلو تر نوم لاندې وسلوال افراطیت څرګنديدل وو چې وروسته بیا په اسلامي نړۍ کې خپورشو ، او یرغلګرو ورڅخه د مقدماتي پوځونو په حیث کار واخیستو ، او د کورنیو جګړو د اور بلیدلو لامل شو چې اسلامي امت تر اوسه پوري ورسره لاس او ګریوان دي .

او یوازي همدا خطر او تهديد د مسلمانانو لپاره د اوس او اینده لپاره کې کافي دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
أور تور
میلمه
أور تور

دا «.. او که مونږ افغانستان له لاسه ورکړو ..» څه معنی !؟؟؟ آیا افغانسثان ددوی پلاس کی ددوی د کرغیړنو امیالو دپوره کولو دپاره یوه بازیچه وه ؟ آیا ددی ناذک بریتو ، دپاکی عقیدی،میلمه پالنی او ساده لوحۍ څخه ګټه پورته کول ؤ ؟ افسوس سل ځله افسوس !!!

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اورتور په اړه څه نه لیکم ، د هغه دوه کرښی تبصره خبله د هغه د دریز و شخصیت نماینده ګی کوی . سره د دی چه د دروند او سیاست پوه او ښه معلومات لرونکی د تیرو ګڼو معلومات څخه مو خپل معلومات باندی دتصدیق کرښه کش کړه ، مګر په دریمه ګڼه کی یی هم د سپټمبر یوولسمه پیښه اسامه پوری تړلی وه ، هلته می هم په دی اړه چه د سپټمبر فاجعه د یهودانو او صلبیانو خپل کار او د افغانستان او اسلامی نړی باندی د صلیبی جنګ د پیلولو بهانه او پلمه وه چه دغچی… نور لوستل »