یو زر کلن پخوانی خط

ژباړه: محمد هاشم شاهین

دا د یوه فرانسوي ځوان خط دی چي په اندلس کي ئې د مسلمانانو په یوه روغتون کي د علاج کولو وروسته په پاریس کي اوسېدونکي خپل پلار ته لیکلی وو:

ګران بابا جانه!

تاسي په خط کي راته لیکلي ول چي د علاج لپاره دي پیسې درلېږم خو زه پیسو ته بالکل ضرورت نلرم، زه په “اسلامي روغتون” کي علاج ترسره کوم چي دلته د هر چا لپاره علاج بالکل مفت دی.

بلکي له روغتون نه تر فارغېدلو وروسته “اسلامي روغتون” هر مریض ته ۵دیناره(تقریباً یو لک روپی) او یوه جوړه جامې ورکوي، تر څو د کمزوری په حالت کي کار کولو ته اړ نشي.

بابا جانه! که اوس تاسي راشئ نو ما به د آرتوپېډک جراحي په واټ کي ومومئ، زما د اطاق تر څنګ کتابتون او د مطالعې سالون هم شته، چیري چي هره ورځ ډاکټران د لېکچرونو د اورېدلو لپاره راټولیږي او استادان لېکچر ورکوي.

د مېرمنو برخه(Portion) د روغتون د میدان بالکل پر هغه بله غاړه دی چي هلته د نارینه وو ننوتل منع دي، د میدان يه راسته اړخ کي هغه سالون دی چي هلته تر جوړېدلو وروسته ناروغان راټولیږي او آرام کوي، چي هلته ددوئ د پام اړولو لپاره یو کتابتون او د موسیقی ځیني آلات موجود دي.

بابا جانه!

د صفائي په مورد کي د روغتون مثل نشته، د بستر او تکیو پوښونه د دمشقي ټوټو نه جوړ شوي دي او پر لحاف سربېره د نرمو ورېښمو غلاف غوړېدلی وي.

د روغتون په هر اطاق کي د صافو اوبو یو نَل شته دی، په هر اطاق کي یوه بخارۍ شته ده تر څو ناروغان له یخ نه په امان وي.

په خوړو کي چرګان او سبزي تیاریږي، خواړه ئې دومره خوندور دي چي ډیر ناروغان ددغو خوړو له امله له روغتون نه وتل نه خوښوي.

مصدر: اسلام میں سائنس کی بالادستی/ امیر جعفر الارشدی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د