
د اسلامي نړۍ ستر مفکر محمد قطب ومړ
نن ټکی اسيا: د اسلامي نړۍ ستر مفکر شیخ محمد قطب نن د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې ومړ.
شيخ محمد قطب د شهيد سيد قطب کشر ورور وه چې، د ۱۹۱۹ميلادي کال د اپريل په ۲۶ نيټه د مصر اسيوط ايالت موشا نومي ښارکې د ابراهيم شازلي په کور کې زيږيدلی وه.
شيخ محمد قطب رحمه الله د ۳۵ علمي او فکري کتابونو ليکوال وه، ۱۹۸۸ ميلادي کال کې يې د ملک فيصل نړيوال مډال هم اخيستی وه په شپيتيمو کلونو چې، په مصر کې د اخوانيانو پر خلاف د حکومت لخوا تاوتريخوالی زيات شو، سعودي عربستان ته يې هجرت وکړ.
شيخ محمد قطب ۱۹۴۰ ميلادي کال کې د ادبياتو له پوهنۍ فارغ شوی و او بيا يې مابعدالیسانس دپلوم په ارواپوهنه کې وکړ.
په ۱۹۵۴ کال کې له خپل مشر ورور شهيد سيد قطب سره يو ځای زنداني شو او د دوهم ځل لپاره ۱۹۶۵ کې يو ځل بيا له خپل ورور سره يو ځای محبس ته ولاړ چې، چې مشر ورور يې سید قطب ۱۹۶۶ کال کې د وخت د حکومت لخوا په اعدام محکوم شو او شيخ محمد قطب تر ۱۹۷۲ کال پورې په زندان کې پاتې وه او له زندانه وروسته يې سعودي عربستان ته د دعوت او تبليغ په موخه هجرت وکړ.
شيخ محمد قطب رحمه الله يو اکاديميک شخصيت وه د ماستري او دکتورا د ګڼو رسالو اشراف يې کړی وه، نن د سعودي عربستان جدې ښار کې د ۹۵ کالو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ټاکل شوې چې د ارواښاد محمد قطب رحمه الله جنازه به سبا د هفتې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې تر سره کيږي. د شيخ محمد قطب مړينه د اسلامي نړۍ لپاره ستره ضايعه ده او ټول اسلامي امت يې په مړينه خواشيني ښودلې. رحمه الله.