په بیعت او ژمنو دصحابه (رضی الله عنهم) وفأ

خیر القرون: او وم درس

لیکوال: احمد الله عاطفي

دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) صحابه دامت په اعتبار دکلکي عقیدي او زیات علم خاوندان وو،په خپل عهد او وفاکې ریښتیني او دعمل په میدان کې اتلان.

صحابه(رضی الله عنهم) دبشر هغه ممتازه ډله وه چې الله سبحانه وتعالی دخپلو ټولو بندګانو نه دخپل دین خورولو لپاره غوره کړي وو.

په صحابه وو کې مهاجرین هغه فدايې مومنان وو،چې کله په اسلام مشرف شول، سره له دي چې دګوتو په شمیر وو،دایماني قوت په بنأئې دکفر اونفاق دجرړي ویستو لپاره دټولي نړۍ له کفارو او مشرکینو سره دمقابلي او مبارزي ټټر وواهه او خپل هوډ ئې په عملي بڼه ریښتینی کړ،دتکلیف او ستونزو مقابله ئې په میړاني وکړه، دالله سبحانه وتعالی رضأ تر لاسه کولو لپاره دخپلوانو،کورنیو او ټاټوبي نه تیر شول،داسلام په خاطر ئې شهرت دولت هر څه ته شاه کړه، دپیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د دفاع او ملګر تیا عسکر شول ،دلارښووني سره سم مهاجر شول، په کلک ایمان، پاک نفس او سلیم عقل دستونزو او کړاونوو مقابله ئې په صبر او استقامت تر سره کړه، دهمدي لوړ ارزښت خاوندان ووچې الله سبحانه وتعالی ئې نازوي…

قال الله تبارک وتعالی: رَضِیَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُوْلَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ . (المجادلہ :۲۲)

ژباړه: الله(جل جلاله) له هغوي راضي شوی، دوي له الله(تبارک وتعالی) خوښ دي، همدا دالله(جل جلاله) ډله دی، ښه واوره! دالله ټولی تل بریالي وي.

همدا راز انصار هغه پاک نفسه خلک وو،چې الله سبحانه وتعالی ددین نصرت او دپیغمبر(صلی الله علیه وسلم) دفاع، ملاتړ او متابعت ته غوره کړي وو.

په اول بیعت کې لمړی هغه شپږ پاک روحونه( حضرت ابو امامه اسعد بن زراره،عوف بن حارث،رافع بن مالک ،قطیبه بن عامر ،جابر بن عبد الله اوعقبه بن عامر،رضی الله عنهم)، چې دتجارت او حج په نیت مکي ته راغلي وو، دایمان راوړلو نه وروسته لار ښووني تر لاسه کړي بیرته دمدیني په لور په داسي حال کې روان شول ،چې نه ئې حج وکړ اونه ئې تجارت، دوي ومنله چې ددنیا او اخرت دبریالي حج او تجارت ګټه ئې تر لاسه کړه ،مدیني ته په رسیدو ئې اسلامي دعوت پیل کړ،ددوي ددعوت په نتیجه کې اوویا تنه چې داسلام په دین مشرف شوي وو مکې ته دبیعت لپاره حاضر شول، دوي په هر هغه خبره بیعت وکړ،چې دپیغمبر (صلی الله علیه وسلم) له لوري وړاندي کیده په مقابل کې ددوي غوښتنه څه وه؟

انصارو حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته بلنه ورکړه چې یثرب ته تشریف راوړي.

حضرت عباس چې داخبره واوریده وویل: ای دیثرب خلکو ! محمد(صلی الله علیه وسلم) خپله کورنۍ کې دی او مونږ ئې ساتنه کوو، تاسو پوهیږي چې دده ساتنه دومره اسانه نه دی، که تاسو دی له ځان سره وړل غواړئ؟ دده ساتنه به کوي او دده ساتني لپاره به سترو سترو جنګونو او وینو تویئدو ته ملاتړئ!

حضرت برأ بن معرور وويل: عباسه! مونږ ستا خبري واوریدي ،غواړو له حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ئې واورو.

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دقرآنکریم څو ایتونه تلاوت کړل، حقوق الله او حقوق العبد ئې بیان کړ او هغه مسئولیتونه ئې هم په ګوته کړل چې دده مبارک دورتللو سره دیثرب په مسلمانانو لازمیږي.

دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) له وینا وروسته حضرت برأ عرض وکړ: موږ ستا ټولي خبري واوریدي، دهر څه او پیښي لپاره ولاړ او اماده یو.

ابوالهثیم بن النهیان وویل: مونږ ستا هره خبره دسر په قیمت منو ، خو تاسو به وعده کوئ چې بیابه موږ یواځي نه پریږ دئ او له مونږ نه به نه راځئ.

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمايل: زما ژوند او مرګ به له تاسو سره وي.

حضرت عبدالله بن رواحه عرض وکړ: ای دالله رسوله (صلی الله علیه وسلم) ! ددي تعهد په پوره کیدو کې مونږ ته څه راکول کیږي؟
حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمايل: دالله رضأ او جنت!.

حضرت عبدالله بن رواحه عرض وکړ: بس سو دا وشوه، اوس به نه تاسو مونږ پریږدئ او نه به مونږ له خپلو ژمنو او ړو، دي سره پریکړه او بیعت وشو، چې له ټولونه لمړی حضرت برأ بن معرور بیعت تر سره بیا ټولو بیعت وکړ، دي بیعت ته(دعقبه دویم بیعت)وئېل کیږي، له بیعت وروسته،حضرت اسعد بن زراره ټولو ته په خطاب کې وفرمائيل: خبر اومتوجه شئ چې ددي بیعت، قول او اقرار موخه دادی چې مونږ دټولي نړۍ مقابلي ته ولاړ یو، ټول انصار صحابه کرامو په یوه خوله وویل: مونږ دټولي نړۍ مقابلي ته تیار یو!!
په رښتیا چې دایمان او غیرت لوړو هستیو خپلو ژمنو نه ذره قدري په شاه شول اونه ئې سستي وښودله بلکه دسرونو په نذرانو سره ئې کړی بیعت پوره کړ.

په مجموع کې ټول انصارپخپل ایمان ثابت قدمه وو کله چې مهاجرین مدیني ته تشریف فرماشول، تود هرکلی ئې وکړ، دوي پوهیدل چې داسلامي امت سرخیل شخصیتونو راتګ مدیني ته ددوي عزت او دستر نعمت سره دجهانونو بریا دی، پخپلو کورونو کې میشت کړل، دخولي ګوله ئې ورسره نیمه کړه، په خپلو اولادونو ئې دویته ترجیح ورکړ، او الله سبحانه وتعالی ددوي تر مینځ داسي محبت او مینه ولاړه کړه چې نا پیژندو سره سره یو دبل ورونه شول.

قال الله تبارک وتعالی: وَإِن یُرِیدُواْ أَن یَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللّهُ هُوَ الَّذِی أَیَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِینَ. وَأَلَّفَ بَیْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِی الْأَرْضِ جَمِیعاً مَّا أَلَّفَتْ بَیْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَكِنَّ اللّهَ أَلَّفَ بَیْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِیزٌ حَكِیمٌ . (الأنفال: ۶۲ ،۶۳)

ژباړه : او که هغوی ستا د تیرایستلو نیت ولري،نو ستا لپاره الله کا في دی،هماغه ذات دی چې په خپله مرسته او دمؤمنانوپه وسیله ئې ستا ملا تړ وکړ.

او دمؤمنانو زړونه یې یو له بل سره ولګول،که تا دځمکي دمخ ټولي خزاني لګولي هم وای نو ددې خلکو په زړونړکښې دي خپل منځي مینه نه شوای اچولای،خو الله دی چې ددوي زړونه ئې سره ولګول؛ په یقیني توګه هغه ډ یر زورور او دحکمت څښتن دی.

همدا راز الله سبحانه وتعالی دالعمران سورت ۱۰۳ آیت کې فرمايې:وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِیعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَیْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَیْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا …

ژباړه: او ټول دالله په رسئ منګولي ولګوئ او مه متفرق کیږئ او په تاسو باندي دالله هغه نعمت در یاد کړئ چې په خپلو کې سره دښمنان وئ، خو الله ستاسو په زړونو کي محبت واچوو او دده په نعمت خپلو کي سره ورونه ورونه شوئ…

ددي مبارکو آیتونو نه څر ګند دی چې ټول صحابه( مهاجرین او انصار) دالله(جل جلاله) او درسول الله (صلی الله علیه وسلم) په خاطر سره ورونه ورونه شول نه یواځي مهاجر او انصار بلکه مهاجرین په خپلو مینځوکي او هم انصار (رضی الله عنهم) په خپلو مینځو کې سره ورونه ورونه شول، داسلام په خورولو کې سره متحد اوددین په اموراتوکې یو دبل ممد او مددګار شول.

صحابه(رضی الله عنهم) سره دکیني او دښمني او یا دهغوي بد وئيلو څخه ځان وساتئ ، ځکه په ورځ دقیامت کې دداسي ستر جرم مرتکب نه توبه قبلیږي،نه فدیه او نه په کفارو ځان خلاصولی شي.

صحابه(رضی الله عنهم) سره دزړه مینه او محبت ضروري دی او دویته نیکه دعا الله(جل جلاله) ته دنزدیوالي لامل ګرځي او ددوي متابعت دنجات سبب.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د