
کرزی: امریکا له داعش سره پټې اړيکې لري
نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بيا امریکا د داعش په ملاتړ تورنه کړې او وايي، چې داعش د امریکا په مرستو او پټو اړيکو افغانان وژني او د سيمې هېوادونو ته ګواښونه پېښوي.
حامد کرزي د الجریزي انګلیسي برخې سره په تازه مرکې کې ويلي: «داعش ډلې په داسې حال کې په افغانستان کې پراخ فعاليتونه پيل کړي، چې د افغانستان هوا او ځمکه د امریکا په لاس کې دي او د افغانستان سياسي، پوځي او استخباراتي چارې د امریکا په واک دي او د امریکا له اجازې پرته مچ هم پر نه شي وهلی.»
کرزي د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې د امریکا له لوري د بمونو مور «د نړۍ تر ټولو ستر بم» کارول د افغانستان پر خاورې د خپلو وسلو ازموينه بللې ده.
کرزي ویلي، چې دغه ډول بمونه کارول، يوازې د امریکا د ګټو او وسلو ازموينو لپاره دي، نه د داعش ځپلو لپاره.
کرزی وايي: «په اچین کې د بمونو مور له کارولو دوه ورځې وروسته داعش په ننګرهار کې بله ولسوالۍ ونيوله او د دې معنا همدا کېدای شي، چې امریکا له داعش سره پټې لارې او اړيکې لري او له امریکا پرته بل څوک داسې نه شي کولای.»
پخواني ولسمشر دا هم ويلي، چې د ننګرهار او نورو ولايتونو خلکو ده ته ويلي، چې نامعلومې چورلکې داعش وسله والو ته مالي او پوځي مرستې وروړي او له يوه ځایه يې بل ځای ته لېږدوي.
د ګډو ځواکونو له لوري د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مهال د ولسي مرګ ژوبلې په زياتېدو هم کرزي اندېښنه ښودلې او غوښتنه يې کړې، چې امریکا بايد د عملياتو پر مهال ولسي خلکو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.
کرزي د امریکايي او افغان عسکرو له لوري د شوو جګړه ييزو جرمونو د څېړنو لپاره د جرمونو د نړيوالې محکمې د څارنوالې د وړانديز هرکلی کړی دی.
پخواني ولسمشر ويلي: «د جرمونو نړيواله محکمه بايد په افغانستان کې شوي جنګي جرمونه په بې پرې توګه وڅېړي.»
حامد کرزي منلې، چې د ده د واکمنۍ پر مهال له بشري حقونو سرغړونې شوي او بايد څېړنه يې وشي.
دی وايي: «زما د واکمنۍ پر مهال امریکايي او افغان عسکرو د بشري حقونو سپکاوی کړی، دا زه منم او بايد جدي څېړنه يې وشي.»
حامد کرزي وړانديز کړی، چې د بشري سرغړونو په څېړنو کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.
غلام او مداری کرزی د څو مځی او فریب کاری اوښکو تویولو پوری د یو هندو قیصه را په یاده شوه وایی : [[ یو مسلمان د یو هندو میرمنی، خور یا لور سره جنسی اړیکی قایمی کړی وی هندو بلفعل لیدلی مګر مسلمان تری مخکی او هندو ورپسی راځغلی د جمعی ورځ ده لیاره کی مسجد سره برابر شوی لویه جمع پکی ولاړه ده ، مسلمان تللی دمسلمانانو سره په صف کی په لمانځه دریدلی . هندو له مسلمانانو داریدلی دلمانځه وخت کی یی ورته صبر کړی خو وروسته یی امام او مسلمانانو ته ویلی چه دغه مسلمان زما… نور لوستل »
مونږ خو پوه نه شو چی آیا د افغانستان خلک کم عقله دی او که کرزی جنابان نو چی د هیواد د هوایی کرښو ټول واک له امریکایانو سره دی او مرغه هم بی ددوی له اجازی پر نشی وهلی نو بیا تاسو ولی ویل چی افغانستان آزاد و مستقل است و ما شیر هستیم و مثل شیر واری با امریکا معامله میکنیم. ههههه الله پاک دې هدایت درته وکړی مداریانو چی نور به څومره ساده او ناپوه خلک خطا باسی. وسلام