افغانستان

په زابل کې هم په تذکرو کې د اسلام او افغان په ننګه لاریون وشو / انځورونه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): تېره ورځ جمعه په زابل ولایت کې هم په تذکرو کې د اسلام او افغان په ملاتړ لاریون وشو.

دغه لاریون چې سهار پر نهه بجې د شاه جوی ولسوالۍ په بازار کې پیل شوي وو، پر ۱۲ بجې پای ته ورسید.

د تېرې اکتوبر میاشتې په ۳۰مه ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو پر ضد رایه ورکړه، چې د مدني ټولنو استازو سخت غبرګون پرې وښود.

تېره اوونۍ هم په کابل کې د بېلابېلو ټولنو استازو لاریون کړی و او په پېژندپاڼو کې یې د اسلام او افغان کلمو د زیاتولو غوښتنه کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x