افغانستان

طالبانو کاپيسا ولايت نه ولسواليو ته غزيدلې لار تړلي دي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د دوی وسلوالو د کاپيسا ولايت مرکز څخه ولسواليو ته غزيذلې لارې تړلي او هيڅ دولتي عسکر، مامورين او د ټاکنو مسؤولين نشي کولای چې، له دې لارو کار واخلي. مجاهد زياتوي چې، حکومت د ټاکنو صندقونه او اړوند وسايل د هوا له لارې انتقال کړي دي.

عيني شاهدان وايي چې، د عامو خلکو پرمخ ټولې لارې پرانستي دي او په تګ راتګ کې هيڅ رنګه ستونزې نلرې.

وسلوال طالبان هم وايي چې، د لارو بندولو موخه يوازې د دولتي او د ټاکنيزو چارو مخنيوی دی او ولسي وګړي کولای شي ښه په ارام ډول خپل تګ راتګ وکړي.

په يو بل خبر کې راغلي چې، وسلوالو طالبانو د فراه ولايت خاک سفيد او پشترود ولسواليو ټولې لارې د دولتي چارکو او ټاکنيزو فعاليتونو پر مخ تړلي دي.

خبر کاږي چې، د حکومت موټريز کاروانونه په دې لاره روان وو چې، د وسلوالو طالبانو دبريدونو ښکار شو. په دې پيښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ويل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x