fbpx
عبدالکریم خرم

د افغانستان جګړه قومي نه، د امریکا د ګټو جګړه ده

عبدالکریم خُرم

په تیره میلادي میاشت کې د ایران بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیز، مرکزي آسیا او افغانستان په اړه درې ورځنی کنفرانس جوړ کړی ؤچې ما هم د ځینو افغاني شخصیتونو ترڅنګ پکې برخه درلوده.

کله چې د افغانستان د جګړې او د هغو اوږدیدو د عواملو په هکله بحث پیل شو ترما مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي، دوو تنو ازبکستاني او ترکمنستاني کارپوهانو خپل نظریات وړاندې کړل. یو نظر دا وړاندې شو چې دافغانستان جګړه د هویت د بحران جګړه ده، نوی نسل په بې وطنۍ او جګړه کې رالوی شوی او د خپل هویت ستونزه لري او دې د تفاهم لاره ډب کړې. بل نظر دا ؤ چې د افغانستان جګړه د بیلابیلو قومونو تر منځ جګړه ده او بالآخره دا نظر هم وویل شو چې د افغانستان جګړه د پښتنو خپلمنځي جګړه ده.

ما ته چې نوبت راورسید ما ویل د افغانستان جګړه د امریکا جګړه ده چې غواړي د یواځيني ستر قدرت په حیث خپل موقعیت په نړۍ کې حفظ کړي. امریکا چې د افغانستان د جهاد له برکته او د شوروي اتحاد له ړنګیدو سره په یواځیني ستر قدرت بدل شو غواړي د نړۍ یو قطبي حالت حفظ کړي او د څو قطبي کیدو مخه یې ونیسي.

د همدې لپاره د امریکا متحده ایالات د خپلو ژیوستراتیژیکو او ژیوایکونومیک ګټو لپاره غواړي هغه هیوادونه محدود وساتي او د قدرت د پراخیدو لاره يې بنده کړي چې په بالقوه ډول د نړۍ په لویو قدرتونو د بدلیدو توان لري. دا هیوادونه عبارت دي له روسیې او چین څخه چې په دوهم پړاو کې هند او ایران هم پرې اضافه کیږي. ما وویل «تاسو اشتباهاً معلولونه د علتونو په ځای راولئ» زما له نظره که په افغانستان کې چیرته قومي اختلافات او یا احیاناً کومه قومي شخړه شوې او يا ځينو كسانو د قومي تعصب پر بنسټ جنايات ترسره كړي دي، علت یې د بهرنیانو خصوصاً د امریکا د متحده ایالاتو استعماري سیاست او اراده ده، او همدغه په جناياتو كې ښكېل كسان د امريكا قرارداديان دي.

ما له ګډونوالو وپوښتل دلته چې د کومو هیوادونو استازي شته آیا په ټولو کې تر افغانستان زیات قومونه ژوند نه کوي؟ آیا په ایران کې د قومونو شمیر تر افغانستان لږ دی؟ نو څنګه د بیلابیلو قومونو موجودیت په نورو هیوادونو کې جګړه نه زیږوي او یوازې افغانستان دی چې ګواکي قومونه پکې سره په جنګ دي.

په افغانستان کې د ډيرو کلونو راهیسې امریکایان او انګریزان په دې بوخت دي چې قومونه سره بیل کړي او د «بیل یې کړه ایل یې کړه» یا «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» استعماري اصل پر بنا نه یوازې د افغانانو د ایلولو هڅه کوي بلکې د سیمې په كچه غواړي موجود دولتونه په شخړو واړوي او د قومي او توکمیزو تفرقو په وسیله یې تضعیف کړي او بحران ایجاد کړي.

دغه د بحران حلقه به تر چین او روسيې راتاو شوې وي او دا هیوادونه به په دې توګه له خپلې محدودې د وتلو او پر اقتصادي سیالو قدرتونو د بدلیدلو وس له لاسه ورکړي.

د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس او له هغو د راوتلې ادارې ترکیب ته که وګورو د افغانستان په هکله د امریکا د متحده ایالاتو پالیسي راته څرګندیږي.

د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په بن کې واك پر قومونو وویشل شو او زموږ هیواد ته د لبنان په شان نظام د جوړولو هڅه وشوه.

خو افغانانو وړاندې تګ ته ادامه ورکړه او د ملت جوړونې او دولت جوړونې په لار کې یې بریالیتوبونه ترلاسه کړل.

د بن له استعماري تقسیم څخه وروسته په ۲۰۰۴ کال کې د جمهوري ریاست لومړني انتخابات تر سره شول. په دغو انتخاباتو کې د بن د تقسیماتو اثرات لا موجود وو او مهم کاندیدان پر قومي اساس دانتخاباتو میدان ته راننوتل. خو دغه شوم اثرات ورو ورو په ټولنه کې زایل کیدل او ومولیدل چې د۲۰۰۹ کال انتخاباتو کې یې تر زیاته حده رنګ بایللی ؤ.

په همدې انتخاباتو کې امریکا د وخت پر ګټونکي کاندید حامد کرزي فشار راوړ چې د اجرائیه ریاست په منلو سره بیا د قدرت ویش رامنځته کړي. د نوموړي مقاومت دغه دسیسه هم شنډه کړه. وروسته بیا د یوناما په رأس کې د اشډاون د ګومارلو هڅه او بالآخره د طالبانو لپاره د قطر دفتر ته د پښتنو د نمایندګۍ بڼه ورکول، هغه هڅې وې چې امریکا په افغانستان کې د قدرت ویشلو له لارې د یو ضعیف او تحت الحمایه نظام د ایجادولو لپاره ترسره کړې خو پکې بریالي نه شول.

امریکا په كلكه غواړي د افغانستان جګړه قومي بڼه غوره كړي، د دې لپاره چې خپلې راتلونكې استعماري تګلارې په آسانه تطبيق كړي. ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره هڅې هم کوي. د داعش په رامنځته کولو دا کوشش کوي چې مذهبي تفرقه هم ایجاد کړي خو دافغانستان واقعیت دا دی چې  په زابل کې د داعش لخوا برمته شوي شیعه او هزاره وطنوال د پښتنو طالبانو لخوا را خوشې کیږي.

نو د افغانستان جګړه قومي بلل هغې امریکا ته براأت ورکول دي چې غواړي د دوى د ګټو لپاره د روانې جګړې خاشاک هم افغانان وي او په کې ملامت او پړه هم افغانان وي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

د حزب اسلامی مشر ګلبدین کاکا یی هم قومی جګړه بولی او دی خپله هم مخکې ددی جګړی یو مخکښ ؤ خو اوس امریکا ته پر ګونډو سو – د چشی په مقابل کې ؟…………… بیا هم بعضی ډالري مزدوران دده شومي کارنامۍ توجیه کوی او ده ته قسماقسم القاب سکښتی .

غوربندي
میلمه
غوربندي

د خرم په لیکنو کې که هر څو واقعیتونو ته اشاره شوې وي خو یو څه پکې د معلوم او پېژندل شوي غلام (حامد کرزي) په سپینولو هم لیکي. دلته یې د طالبانو لپاره د قطر د دفتر یادونه کړې او هغې ته یې د خپل بادار له عینکو کتلي، نه د ازادیخواهی له زاویې څخه. دا خو تر لمر جوته ده چې امریکایان په یوه وخت خپل لاسپوڅي او د مقاومت د غازیانو خواستې نه شي منلی، که خپل لاسپوڅي پالي نو مقاومت به جاري وي او که د مقاومت داعیه تسلیموي (جې د قطر دفتر یې یوه مقدماتي… نور لوستل »

ابودجانه افغان
میلمه
ابودجانه افغان

دا د کفر او د اسلام جنګ دی. که څوک د شخصی ګټو د مفتو ډالرو ترلاسه کولو لپاره یا د تعصب حسد له وجی کوم بل رنګ ورکوی دا بیا د هغه کس شخصی نظر دی. افغان ولس باید د سپین چتر قیادت لاندی د خپلو کورونو، مالونو، عفتونو او خپلواکی دفاع په خپل سر او مال سره وکړی او یوازنی د حل لاره یی هم همدا ده. کنی یوه شیبه او یو ساعت خوشخالی به په افغانانو رانشی همداسی د بمبارونو ظلمونو غلامۍ لاندی به تر قیامته پوری کړیږو. تور ته سپین ویلی نشم سپین ته تور زه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خرم ( خورم ) خیټه د بن د کنفرانس له لاسته راوړنو څو ځلی لا وپړسیدله ، هغه د کرزی ددفتر ریس او ځانګړی باوری مشاور وو یعنی د کرزی تر نیمایی زیاتو پلانو ا تصامیمو کی جه له اشغالګرو ورته دیکته کیدل فعاله او غوښینه برخه لرله ، په دی اړه یی څه نه لیکم، چه دوی هم امریکا ته استعمار وایی ( دا یی هیره ده چه د استعمار په ډولۍ کی خو تر ټولو لمړی ناوی بی بی کرزی او بیا بی بی خرم ناسته وه ) هغه دوی، ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه ده… نور لوستل »