افغانستان

لومړی مرستیال جنرال دوستم هیواد ته را ګرځي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم چې له ډېره وخته ترکیې ته تبعید شوی، بیرته خپل هیواد ته را ستنیږي.

د لومړي مرستیال دفتر رسنیو ته ویلي چې د جنرال دوستم روغتیا ښه ده، هغه به ډېر ژر بیرته هیواد ته را ستون شي.

باید وویل شي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ هم د بروسلز په ښار کې د ناټو یوه جګپوړي جنرال په غیر رسمي خبرو کې ویلي وه چې ټاکل شوې، جنرال دوستم بیرته افغانستان ته وګرځي.

نوموړي هم ویلي وه چې د جنرال دوستم روغتیا نوره ښه ده.

د یادونې وړ ده چې جنرال دوستم د لومړي ځل لپاره هم د ناروغۍ په بهانه له هیواده تبعید شوی وو او ویل شوي وه چې هغه غواړي په ترکیه کې د خپلې ناروغۍ تداوي وکړي او بیرته ژر را وګرځي، خو په بیا را ګرځېدو یې ډیر وخت تیر شو.

نوموړي په ترکیه کې د عطانور او استاد محقق سره د راه نجات په نامه د حکومت ضد یو ایتلاف هم جوړ کړ او هڅه یې وکړه چې د مزارشریف له لاري هیواد ته راشي، خو بهرنیو ځواکونو پر هوايي ډګر د هغه الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه.

باید وویل شي چې تېره اونۍ د جنرال دوستم اوه تنه ساتونکي د جنسي زورونې په تور په پنځه کاله غیابي بند محکوم شول او خپله پر جنرال دوستم هیڅ حکم نه دی شوی، چې د اوزبک مشر احمد ایشچي په وینا اصل مجرم جنرال دوستم دی، باید هغه محکمه شي.

ایشچي پر جنرال دوستم او ساتونکو یې تور پوري کوي چې دی یې په غیر قانوني توګه په بند کې ساتلی وو او د توهین تر څنګ یې باندي جنسي تیری کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

ددوستم بیا راتګ هغه هم د ناټود دهغه جنرال د قول مطابق د ناټوالو د یوه مهم او خبیث پلان نه پرده پورته کوی هغه دا چی ناټو وال غواړی له خپل دهغه وفادار او مخلص سپی نه په شمال کښې هم دداعش د پروژی په تشدید کښې او هم له طالبانو سره په جګړه کښې استفاده وکړی خو دا چی د امریکایی ګټو د تحقق لپاره به دا ناوړه عمل خپله شمال او د شمال عامو خلکو ته څومره ناوړه او خطرناکی پایلی ولری دا دامریکایانو مخلص سپی دوستم مرتد ته هیڅ مهمه نه ده او حتی نوموړی حاضر… نور لوستل »

ابودجانه افغان

زناکاران، لواطیان، شرابخوران، غلامان او د افغان مظلوم ولس قاتلان د مظلومو افغانانو په وینو خرڅولو باندی سره او سپین ګرځی جیبونه یی له ډالر ډګ کړل عیاشی پری کوی تاسو ته یی زرکتیل وګرځوی شرمیدلیو بی غیرتانو ډمانو. د حساب کتاب ورځ به راځی انتظار باسی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x