په غزني کې اته پولیس وژل شوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): ځايي چارواکي وايي چې د غزني ولایت پر یوې پوستې باندي په برید کې لږ تر لږه ۸ تنه پولیس وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري رسنیو ته ویلي چې تېره شپه په غزني ښار کې د شهباز پر پوسته طالبانو برید وکړ چې له امله یې اته تنه پولیس ووژل شول او دوه تنه نور افسران ټپيان شول.

نوموړي وویل چې د طالبانو په دغه برید کې لس تنه طالبان ووژل شول او پنځه یې نور ټپيان شول.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې جګړې په اړه ویلي چې دوی د شهباز سیمې پوسته فتحه کړه، ۱۲ عسکر یې په کښي ووژل او ټوله پوسته یې په ماینونو والوزول.

نوموړي وویل چې په جګړه کې یو طالب هم ووژل شول.

مجاهد همداراز وویل چې د پوستې د کومک لپاره راغليو عسکرو ته يې هم د سپنده په سیمه کې کمین نیولی وو چې له امله یې هلته هم ۳ ټانګونه ویجاړ او په لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښتله.

مجاهد دلته هم یوازي د دوه تنو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د