fbpx

۱۹ کلنو ځوانانو د سري لنکا پر وړاندې ماتې وخوړله

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۰مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د سري لنکا پر وړاندې په ۶۲ منډو ماتې وخوړله.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او سري لنکا ته یې د لومړۍ توپوهنې بلنه وکړه. د باران له کبله د لوبې اورونه ۴۲ ته راښکته شول چې سري لنکا په همدې اورونو کې د ۸ ویکټو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري نوین الحق او ابراهیم ځدران ۲-۲، او مجیب ځدران او قیس احمد کمالوال یوه یوه ویکټه واخېستله.

په توپ وهنه کې د درویش رسولي او ابراهیم ځدران پرته نور هېڅ یو لوبغاړي د پام وړ لوبه ونه کړله. درویش رسولي په ۴۴ بالونو ۵۰ منډې جوړې کړې او ابراهیم ځدران بیا ۲۷ منډې جوړې کړلې.

افغانستان په ۳۳.۵ اورونو کې ۱۳۵ منډې جوړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

افغانستان بله لوبه د عربي اماراتو سره لري.

د یادونې وړ ده چې افغانستان پرون په لومړنۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د