
کابل: د پنځمې حوزې اړوند په چاودنه کې د سیاسي چارو کارپوه ټپي شوی دی
شاوخوا ساعت وړاندې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د قرغې په دوه لارې کې په چاودنه کې د سیاسي چارو افغان کارپوه غلام حسین هزاره ټپي شوی دی.د نوموړي کورنۍ د هزاره ټپي کېدل مني او وايی چې د درملنې لپاره د سردارمحمد داودخان روغتون ته وړل شوی دی.
په یاده سیمه کې د ملي اردو یو ستر مېشت ځای هم شته، چې امنیتي مسوولین يې یاده پېښه تایدوی،خو د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه کوي. یاده دې وي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو څانګې له رسنیوغوښتي چې د ټاکنو په ورځ دې د تاوتریخوالي د پېښو له خپرولو ډډه وکړي.ددې پيښې مسوولیت تر دې شېبې چا نه دی منلی