خبرونه

اجراییه مشر: خلک د حکومتي محکمو پرځای خپلې پرېکړې په طالبانو کوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اجراییوي مشر عبدالله عبدالله وايي، په دولتي محکمو کې د فساد، قومي چلند او له خلکو سره د ناوړه سلوک له امله زیات خلک خپلې پرېکړې د طالبانو په محکمو کې کوي، چې د دولت حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د لویې څارنوالۍ له لوري«په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ پراختیا او د عدالت ټینګښت پر لور» تر سرلیک لاندې په پنځم کنفرانس کې کړي دي.

اجراییوي مشر د هېواد له ټولو څارنوالو وغوښتل، چې په محکمو کې دې قومي، ژبې، سمت او ګوندي اړیکې نه پالي او عدالت دې په ټولو یو شان پلی کړي.

ده په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې دي او له حکومته غواړي، چې قانون دې په ټولو یو شان پلی شي؛ نه چې نورې اړیکې پکې وپالل شي.

د عبدالله عبدالله په خبره، که نظام په عدالت باور نه لري هغه نظام نه شي پاتې کېدای او خلک د بې عدالتۍ له امله په وېره او ډار کې دي، چې دغه حالت خلک په راتلونکي بې باوره کوي.

اجراییه مشر څارنوالو ته په خطاب کې وویل« له ځانه وپوښتئ چې دلته ډاډمن حالت شته، یا که په یوه کس ظلم کېږي له هغه نه دفاع شوې؟ که ځواب منفي وي؛ نو موږ د عادلانه محکمو د لاسته راوړنو په اړه هېڅ نه شو ویلی»

د ګډ حکومت اجراییوي مشر پر دې خبره اعتراف وکړ، چې د هېواد په زیاتو سیمو کې خلک خپلې پرېکړې د دولتي محکمو پرځای په طالبانو کوي؛ ځکه هغوی خلک نه ځنډوي، رشوت نه اخلي او حق حقدار ته سپاري.

د روان کال په پیل کې ځینو رسنیو وویل، چې د هېواد د ۴۰ ولسوالیو خلک خپلې پرېکړې د دولتي محکمو پرځای په طالبانو کوي او دغه سلنه ورځ تر بلې ډېریږي.

له دې وړاندې د هلمند، ننګرهار، کونړ، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، لغمان، فراه او د ځینو نورو ولایتونو چارواکو هم ویلي وو، چې خلک د دولتي محکمو پرځای طالبانو ته ورځي او خپلې پرېکړې دولتي محکمو ته نه راوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x