خبرونه

کونړ کې د داعش یو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): د هېواد په ختیځ ولایت کونړ کې د داعش یو قومندان شین ګل وژل شوی دی.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند شېرین اغا فقیري وايي، نن افغان هوايي ځواکونو په چپه درې ولسوالۍ کې د داعش قومندان شین ګل په نښه کړی او وژلی یې دی.

د فقیري په خبره، شین ګل د چپه درې ولسوالۍ اوسېدونکی و او اوس د داعش سره یو ځای شوی و.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو داسې مهال په کونړ کې د داعش د یوه قومندان د وژنې خبره کوي، چې تراوسه په کونړ کې د داعش کومه نښه نه ده ښکاره شوې.

داعش تراوسه د کونړ په څنګ لوري ولایت ننګرهار په ځینو سیمو کې شته؛ خو چارواکي یې ان په شمالي ولایتونو کې هم د موجودیت څخه وخت ناوخت خبره کوي.

داعش تېره اوونۍ د شمشاد راډیو ټلویزون پر ودانۍ برید کړی و، چې یو ساتونکی یې وژل شوی و او ۲۵ کارکوونکي یې سر سري ټپیان شوي وو.

داعش درې کاله وړاندې د ننګرهار په ځینو سیمو کې راپیدا شو؛ خو د روان کال په پیل کې داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې مرکزي حکومت کې ځینې کړۍ غواړي د داعش ډله د هېواد شمالي او سویلي ولایتونو ته ولېږدوي او هلته یې د طالبانو پر وړاندې وجنګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x