خبرونه

د هند د غنمو لومړۍ جوپه افغانستان ته راورسېده

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): د چاه بهار بندر له لارې د هندوستان ۱۵زره ټنه غنم نن نیمروز ته راورسېدل.

د نیمروز ځايي چارواکي وايي، چې نن د هندوستان د غنمو مرستې د لومړۍ جوپې د رارسېدو له امله په دغه ولایت کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو، چې په کابل کې د هندوستان او ایران د سفیرانو برسېره ځینو لوړ پوړو چارواکو پکې هم ګډون کړی وو.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو سرپرست وزیر نصیراحمد دراني په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د چاه بهار بندر له لارې د غنمو د لومړۍ جوپې د رارسېدو له امله د سیمو هېوادونو ترمنځ نوی باب پرانېستل شو او افغانان پر دې ویاړي، چې خپله سوداګري یې تر یوې پولې پورې نه ده تړلې؛ بلکې د سوداګرۍ او ټرانزیټ ډېرې لارې په واک کې لري.

د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر محمد حمید طهماسي وویل، چې چاه بهار بندر د افغان سوداګرو لپاره په کمه بیه تمامېږي او هم یې د هند او افغانستان اوږده لاره لنډه کړې ده.

د طهماسي په خبره، د چاه بهار بندر له لارې افغان سوداګرو د خپلو سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې له ۵۰۰ نیولې تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې سپما کړې.

په کابل کې د هندوستان سفیر من پریت هورا  افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې د راتلونکي ۲۰۱۸ز کال د فبروري میاشت پورې به هندوستان ۱۱۰ټنه غنم د چاه بهار بندر له لارې افغانستان ته راولېږدوي.

د غنمو دغه جوپه د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۲۹ مه له نوي ډیلي چاه بهار بندر پر لوري خوځیدلې وه، چې نن د افغانستان لویدیځ ولایت نیمروز ته راورسېدل.

افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او د چاه بهار بندر د پرانېستل کېدو مخکې یې ډېره سوداګري د پاکستان د کراچي بندر له لارې کوله؛ خو په تېر یو کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x