افغانستان

پکتیکا: د مرکزښرنې بازار له پرونه راهیسې تړلی دی

په داسې حال کې چې سبا شنبه د تاکنو لومړۍ ورځ ده، د هېواد په جنوب ختیځ نا ارام ولایت پکتیکا کې د مرکز په شمول ځينې بازارونه تړل شوي دي.د دې ولایت د مرکز ښرنې بازار له پرون راهیسې تړلی دی، چې دوکانداران يې علت د پولیسو بې دریغه تنګول ګڼي.

په مرکز ښرنه کې د مزار په نامه د هوټل مسوول سلام خان وايي چې په تېرو ټاکنو کې هم له موږ سره ډېر بد چلند وشو، پولیسو راته ویل چې باید هوټل او دوکانونه مو خلاص وي او که چېرته بند و او د چا د د وکان یا هوټل ترمخ چاودنه وشوه، زموږ مسوول هماغه کس دی.
د نوموړي په خبره چې پولیس د بازار اوسېدونکي په زور په ټاکنوکې ګډون ته مجبوروي .
د ښرنې د دوکاندارانود اتحاديې مسوولین هم د دولت داسې چلند تېری بولي او وايي چې دولت باید دخلکو ساتنه وکړي، نه خلک د دولت، د یادې اتحاديې یوتن غړی حاجي بارو وايي، چې په ښرنه کې ډېر هغه خلک دوکانونه لري  چې د کلیو اوسېدونکي دي او په کلیو کې طالبانو په ټاکنو کې د ګډون په اړه سخت اخطار خپورکړی. ځکه خو نو دولت باید خلک مجبور نه کړي چې په ټاکنوکې د ګډون په خاطر بازار ته راشي او آن په هغه ورځ هم دوکانونه خلاص وساتي.
طالبانو هم په یاد ولایت کې له خلکو غوښتي چې کوشش دې وکړي چې د ټاکنو په ورځ د رايي اچونې له مرکزونو لرې واوسې، همدارنګه يې د دې ولایت دیوسف خېل په ولسوالي کې د ټولو نهو مرکزونو د له منځه وړلو ګواښ هم کړی دی.
یاده دې وي چې نن هم د پکتیکا ولایت د چهابران ولسوالي د سپینه په کلي کې داربکیانو په پوسته ترماښامه جګړه روانه وه،چې د تلفاتو اړوند مو اړیکه ونه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x