توبه او اهمیت یې

مولوي احمد الهام

/څښتن تعالی د خپل وسیع او پراخ رحمت پر بیناد تل غواړي چې خپل بندګان په یوه نوع نه یوه نوع له عذاب او سزا څخه وژغوري. حتی چې په یوه حدیث مبارک کې داسې ټکي هم ویل شوي دي چې الله جل جلاله د بنده د مغفرت او بښنې لپاره پلمه یا بهانه غواړي. آن که د یو چا په پښه اغزی ننوځي نو د همدې اغزي له امله چې انسان ته کوم تکلیف رسیدلی وي د هماغه تکلیف په مقابل کې الله جل جلاله ګناهونه وربښي. توبه هم د څښتن تعالی له لوري پر خپلو بندګانو د همدې رحمتولۍ یوه ستره پیرزوینه ده.

په احادیثو کې د توبې ډيرې ښیګڼې او فضایل بیان شوي دي. او پر فضایل برسیره دا هم ویل شوي چې کوم ګناهګار کس چې توبه وباسي نو له توبې وروسته له ګناه څخه داسې پاکیږي لکه له لویه سره چې یې ګناه نه وي کړي.( التائب من الذنب کمن لا ذنب له . . . الحدیث)

توبه له دې سره سره چې له ګناهونو څخه ورباندې انسان پاکیږي، څښتن تعالی هم ورباندې خوشالیږي. لکه په یوه اوږده حدیث شریف کې چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د د څښتن تعالی د همدې خوشالۍ تمثیل داسې کړی. چې په لنډو ټکو کې یې ذکر کوو.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: لکه له یوه سړي څخه چې خپله سپرلۍ ( اوښ یا آس)په یوه وچه او بې اوبو دښته کې ورکه شي او د دې سړي ټول خوراکي مواد او توښه هم په همدې سپرلۍ باندې بار وي، تر دې چې دا سړی له ډیرې مایوسۍ د یوې ونې ډډې ته پریوځي او د مرګ په انتظار وي. خو چې یو وخت سترګې خلاصې کړي نو ګوري چې خپله مفقوده سپرلۍ یې څنګ ته ولاړه ده او ټول خوراکي مواد او اوبه هم ورباندې بار دي. نو په دې وخت دا سړی دومره خوشاله شي چې له ډیرې خوشالۍ څخه، ددې په ځای چې ووایي( خدایه! ته مې رب یې زه دې بنده یم) له ده څخه ژبه غلطه شي او ووایي(خدایه ته مې بنده او زده دې رب یم) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې الله تعالی د بنده په توبه باندې تر دې سړي هم ډیر خوشالیږي چې خپله ورکه یې موندلې او له خوشالۍ یې ژبه غلطیږي.

توبه څه ته وایي؟

علماء کرامو د توبې په تعریف کې ډيرې خبرې کړي او رنګارنګ اقوال ترې منقول دي خو د ټولو خلاصه دا راوځي چې په توبه کې درې خبرې ضروري بلل کیږي.

اول: انسان به فی الحال له هغې ګناه چې توبه ترې کوي ځان ایستلی وي یعنې د توبې په حالت کې به ورباندې مشغول نه وي. مثلا که څوک له سود نه توبه باسي نو فی الحال به یې سودي معاملات پرې ایښي وي.

دوهم: په خپله کړې ګناه به د رښتیا او د زړه له تله پښیمانه وي او هغه به یو بد او نجس عمل ورته ښکاري.

دریم: په راتلونکې کې به د هغه عمل د نه کولو کله اراده او غښتلی هوډ لري.

الله تعالی دې موږ تاسو ټولو ته د رښتیني توبې ایستلو او له ګناهونو څخه د ځان ساتلو توفیق رانصیب کړي. آمین یارب العلمین.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د