خبرونه

ولسي جرګه: د ایران له خوا افغان حکومت ته سپارل شوي بندیان تراوسه بې برخلیکه دي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، چې د ایران له خوا افغان حکومت ته سپارل شوي ۸۰۰ بندیان تراوسه په هرات کې بې برخلیکه پراته دي او له حکومت یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د دوی برخلیک وټاکي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازی صالح محمد سلجوقي وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ ایران ۸۰۰ افغانان څو میاشتې وړاندې د هرات چارواکو ته سپارلي؛ خو تراوسه پورې د دوی په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې.

د سلجوقي په خبره، د ایران او افغانستان جزايي قوانین جلا دي او ددوی په منځ کې داسې کسان هم شته، چې په ډېر عادي تور بندیان شوي او کلونه ــ کلونه یې په ایران کې د بند سزا لیدلې ده.

ده د هېواد له لویې څارنوالۍ څخه وغوښتل، چې د دغو بندیانو په اړه پرېکړه وکړي او بې ګناه بندیان دې خوشي کړي.

سلجوقي د ولسي جرګې ناستې ته وویل، د دوی په منځ کې داسې کسان هم شته، چې د سل ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي او څو کاله یې په ایران کې بند تېر کړی.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي هم نننۍ ناستې ته وویل، چې د یادو بندیانو په اړه یې شکایتونه ترلاسه کړي او لویې څارنوالۍ ته یې وړاندیز وکړ، چې ددوی دوسیې دې وڅېړي او د هېواد د نافذه قوانینو له مخې دې پرېکړه وکړي.

په ایران او پاکستان کې اوس هم زرګونه افغانان بندیان دي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x