نړۍ

امریکا له پاکستان سره اووه سوه ميليونه ډالره مرسته کړې

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا او پاکستان تر منځ د روان تاوتريخوالي او تورونو د تبادلې سربېره د امريکا کانګريس د پاکستان امنيتي ځواکونو لپاره اووه سوه ميليونه ډالره مرسته منظوره کړې ده.

امریکايي رسنۍ وايي، چې دغه مرستې به په دوو مرحلو کې پاکستان ته سپارل کېږي، په لومړۍ مرحلې کې به ۳۵۰ ميليونه ډالر سپارل کېږي او دوهمه مرحله به هغه مهال سپارل کېږي، چې پاکستاني پوځيان د ترهګرۍ ضد جګړې کې خپله رښتينولي ثابته کړي.

د کانګريس غړو ويلي، چې له پاکستاني پوځيانو سره دغه مالي مرستې به مشروطې وي او پاکستان بايد د طالبانو په ګډون د امریکا د نورو مخالفو ډلو پر ضد هم عمليات وکړي.

امریکا پر پاکستان تور پورې کوي، چې په خپله خاوره کې يې طالبانو ته خوندي ځایونه ورکړي او له تېرو څو کلونو راهيسې غوښتنه ترې کوي، چې بايد د طالبانو مرکزونه له منځه يوسي.

د امریکا دفاع وزير جيمس مټیس، د بهرنيو چارو وزير ریکس ټيلرسن او نورو چارواکو هم له پاکستان څخه غوښتي، چې د طالبانو پر ضد عمليات وکړي، خو پاکستان د امریکا دغه تورونه رد کړي او وايي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو هېڅ ډول مرکزونه نه شته.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې پاکستان پر طالبانو اغېز نه لري او نه هم طالبان د پاکستان مرستو ته اړ دي.

د خواجه اصف په وينا د افغانستان پنځه څلوېښت سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده، خپل پوځي مرکزونه او روزنځايونه يې هلته دي او مشران يې هم د جګړې د قومندې لپاره په افغانستان کې پراته دي.

امريکا له پاکستان سره د اوو سوو ميليونو ډالرو مرسته په داسې حال کې کړې، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني ادعا کوي، چې پاکستان يې په نړۍ کې منزوي کړی او دا خپله لویه لاسته راوړنه بولي، چې امریکا اوس پر پاکستان باور نه کوي، خو يوه لور ته پاکستان د امریکا له مخالف بلاک چين، روسيې او ایران سره نږدې شوی او بل لور ته امریکا هم ورسره په دغسې ترينګلي وضعيت کې اووه سوه ميليونه ډالره مرسته وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x