افغانستان

بشردوست: هغه څوک به يې ګټي چې، د امريکا خوښ وي اګر که يوه رايه هم ونلري

 

ډاکتر رمضان بشردوست په خپل ويديويي پيغام کې ويلي چې، سبا د اپریل پنځمه چې، د وري شپاړسمه نيټه ده د نړۍ په تاريخ په ځانګړې توګه افغانستان کې د انتساباتو يا سليکشن ورځ ده.

د تېرو څو کالو په ځانګړي ډول له څو مياشتو راهيسې د قلم، اقتصاد، فکر، سياست، فرهنګ، رسنيو او ورته نورو خلکو او مشرانو يې کوښښ وکړ چې د افغان ولس ذهن ته دا خبره واچوي چې، دوی په خپله په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او د خپل راتلونکې برخليک ټاکي، ولې که موږ تاسې فکر وکړو نو زموږ د ولس ژوند او راتلونکی به هيڅکله په ارام او ډاډه نشي؛ ځکه چې، دوی د فاسدو، غلو منافقينو چې لاسونه يې

د ولس په وينو سره دي، ددې ټولو تر منځ به يو فاسد ته رايه ورکوي.

 

دا ټول هغه خلک دي چې، تر شا يې د امريکا، فرانسې، روس، المان، ايران، پاکستان، هندوستان، چين، جاپان او يو شمېر نور هيوادونه دي.

اوس سوال دادی چې هغه افغانان چې زړونه يې د افغانستان لپاره ځوريږي، ځوريدلي او کړيدلي دي او د همدغو ټوپکمارو د جنايتونو قربانيان دي؛ دوی بايد څه وکړي؟

رښتونې خبره خو دا ده چې، څوک امريکا غواړي نو د سيمې او نړۍ د هيوادونو د مشورې پر اساس به يې د ولسمشرۍ چوکۍ ته رسوي، اګر که يوه رايه هم ونلري. که يو څوک دامريکا، ايران، سعودي، پاکستان او دسيمې د نورو هيوادو نه وي خوښ، که د ټول افغانستان رايې هم ولرې، د ارګ دروازې له مخې به هم تېر نشي.

څومره چې زه پوهيږم د افغانستان دخلکو رايه وکول يوازې يو ميرزا قلمي ده چې اول او اخر يې دواړه مفته ده.

ښه نو افغانان بايد په داسې وخت کې څه وکړي؟ افغانان کولای شي چې پداسې وخت خپل اعتراضونه او احتجاج وکړي.

که زموږ ټول ولس خپل قانوني اعتراضونه وکړي نو د ټاکنو تر شا چې، د هيواد او ولس پرخلاف کوم پلانونه او توطئې روانې دي، کولای سي، هغه له منځه يوسي.

په دې اړه زموږ ولس کولای شي چې، په دې نمايشي ټاکنو کې ګډون ونکړي؛ ځکه چې، د دوی ګډون به ټاکنو ته يو نوع مشروعیت ور وبښي.

که زموږ ډېری ولس په دې ټاکنو کې ګډون ونکړي نو د ديموکارسي چې په اصل کې ډالر کراسي ده ټول درواغ او پرپاګند به يې له منځه ولاړ شي.

يا دې داسې وکړي چې، هر افغان دې له ځان سره يو سور قلم يوسي او په ټولو کانديدانو دې راکش کړي، تر څو نړۍ، سيمې او په ځانګړې توګه امريکا ته وښيي چې، افغانان خپل عقل او فکر لري او پوهيږي چې، قاتل څوک دی او قهرمان څوک دی؟ افغانان خاين او خادم پيژني. فاسد او پاک پيژني.

زموږ تاسې نه ګډون به په ټاکنو مثبت يا منفي اغيز وکړي. څوک په ټاکنو کې ګډون نکوي دا يو منفي مقاومت دی او څوک چې، ګډون کوي او پر ټولو کانديدانو سور خط باسي دا يو مثبت مقاومت دی.

له دې لارې به موږ وښييو چې، موږ په تاسې نه غوليږو. موږ بايد دا ثابته کړو چې، غلو، فاسدو، قاچاقبرانو د سرو او سپينو مالکانو ته چې، له خپل ولسه ډېر لرې دي، رايه نه ورکوو

. زه شخصا په ټاکنوو کې ګډون کوم ولې په سور قلم او سور خط چې، د ټولو کانديدانو پر مخونو به يې کشوم. څوک چې رايه ورکوي نو د ټاکل شوي ولسمشر په ټولو غلاوو، ظلمونو، او خيانتونو کې به شریک وي؛ ځکه چې، دا ټول کانديدان د غلو، خاينانو او د افغانستان په مقابل کې د پرديو ګټو ته ژمن خلک دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x