ولس پاڅون کوي!

لیکوال: عبد الباسط عبد الصمد
نیټه: ۱۱/11/2017

ناټو د امریکا په مشرۍ ۲۰۰۱ زیږدیز کال په افغانستان سیاسي، اقتصادي، کلتوري، فکري او عسکري یرغل وکړ، خو د افغانستان باشهامته او غیرتي ولس یې د هیڅ قسم اغیز لاندې رانغلو مګر ډیر کم، ددې یرغل کم زیات شپاړس کاله وشول خو امریکا او متحدین یې په دی ونه توانیدل چې افغانستان پوره د خپلې تسلطې لاندې راولی، ځکه امریکا او ملګرو یې په افغانستان کې یو کمزوری او لاسپوڅی نظام د ولس په سر حاکم کړی، که هغه د کرزي یا غني دورې دي، هیڅ قسم د پرمختګ نښې پکې نه بریښې چې ولس ته یې وړاندې کړي، خو پدې اوږده موده کې هغوي پر ولس د هر رنګه ظلم او جبر څخه لاس په سر نه شول، بلکه د زیاتوالي غوښتنې تری ورځ تر بلې کړی، د غني خاموشي هم ددې ثبوت دی چې نوموړې د زړه نه پری راضي او خوښ دی، بمبارونو شپنې عملیاتو کې ولس ددوی ښکار دی.

که د طالبانو خواته ځیر شو هغوي یو اندازه د حکومت او امریکایې ملګرو څخه محفوظ دي، ځکه هغوي هره شیبه ددوی حملې او ګوزار ته تیار دي، نو تلفات یې د عام ولس په پرتله کم دي، حکومتي اړخ بیا یو څه د طالبانو د حملو ښکار دی، خو د ولس څخه لار ورکه ده چې کوم اړخ ته ولاړ شي، ددوی په نظر یو وخت چې څوک به د طالبانو لیکو ته ورداخل شو ویل به یې چې عمر یې کم شو، خو او س طالبان دومره هوښیار او زیرک شوی چې د عوامو او حکومت په پرتله یې تلفات د نشت برابر دي.

په اوسنې وضعیت کې حکومت په ټولو هغه ظلمونو سترګې پټې کړی کوم چې په عام ولس کیږي، د بیلګې په توګه کندز، لوګر، ننګرهار او دارنګه په نورو ولایاتو کې، د هیڅ قسم خبری کولو جرأت نلري بلکې ګونګې شوی چې د امریکا او د متحدینو دی ړندو علمیاتو په خلاف یو څه ووایې.

ولس به مجبور شي چې د خپل سر نوشت پریکړه وکړي، تر څو د ظالمانو د ظلمونو څخه نجات ومومي، او خپل ژوند د تیرولو پریکړي په خپله وکړي.

داسلامې، پاک. سوکاله، مثقف، مجهز، خپلواکه افغانستان په هیله



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.