نړۍ

سي ان ان: د لبنان لومړی وزیر په سعودي کې ازاد نه دی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): امریکايي رسنۍ سي ان ان ویلي چې د لبنان لومړی وزیر «سعد الحریري» په سعودي کې ازاد حرکت نه شي کولای او نه هم په ازاده توګه اړیکې نیولای شي.

یاد تلویزون د لبنان د یوه وزیر په حواله ویلي چې د لبنان حکومت او نه هم د سعد الحریري خپل ګوند «تیار المستقبل» په دې پوهیږي چې له هغه سره څه روان دي.

که څه هم سعودي انکار کوي چې سعد الحریري دي يې نظر بنده ساتلی وي، خو په لبنان کې عمومي وضعیت او اټکلونه داسي دي چې لومړی وزیر یې په سعودي کې نظربند دی او استعفا یې هم د سعودي په غوښتنه ورکړې ده.

د «تیار المستقبل» په نامه ګوند چې مشري يې سعد الحریري کوي، په لبنان کې د خپل مشر د راتګ غوښتنه یې کړې ده او ویلي یې دي چې د هغه راتګ په نړیواله او داخلي کچه د لبنان د اعتبار او احترام لپاره ډیر مهم دي.

د لبنان ولسمشر «میشال عون» هم تېره ورځ د سعودي د قایمقام سفیر سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې سعد الحریري باید بیرته هیواد ته را وګرځي، نوموړي د سعودي سفیر ته د سعد الحریري د وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

بلخوا د رویټرز خبري اژانس هم د لبنان د حکومت د جګپوړو چارواکو په حواله خبر ورکړ چې دوی فکر کوي، لومړی وزیر سعد الحریري په سعودي کې نظربند دی.

یاد اژانس وايي چې څلورو سرچینو ورته د سعد الحریري د نظربندۍ په اړه خبرونه تایید کړي دی.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د لبنان لومړی وزیر سعد الحریري له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه او پر ایران یې تور پوري کړ چې د حزب الله شیعه ډلې په واسطه په لبنان کې مداخلت کوي.

نوموړي ویلي وه چې ویره لري په لبنان کې به د خپل پلار په څېر ووژل شي، خو د لبنان امنیتي او استخباراتي چارواکو په دې اړه ناخبرې ښودلې وه چې د هغه ژوند ته دې یو ګواښ موجود وو.

له هغه راهیسي ویل کیږي چې نوموړی په سعودي کې بندي دی.

د سعد الحریري ګوند د سعودي په ملاتړ په لبنان کې یو له غټو ګوندونو څخه شمېرل کیږي.

نوموړی د سعودي تابعیت هم لري او ویل کیږي چې په سعودي کې ډېر تجارتونه لري، چې د ځینو په وینا کیدای شي سعودي هغه مجبوره کړی وي تر څو یې تجارتونه خوندي او پر ضد یې د فساد دوسیې جوړي نه شي.

په دې وروستیو کې سعودي شاوخوا د شاهي کورنۍ د غړو، وزیرانو او تجارانو په شمول ۲۰۰ کسان نیولی او پر هغوی یې تور پوري کړی چې د ۱۰۰ ملیارده ډالرو په فساد کې ښکېل دي، خو د کتونکو په باور د پاچا سلمان زوی محمد بن سلمان خپل د پاچاهت په وړاندي خنډونه لیري کوي او ځان قوي کوي.

د سعودي یو شمیر دولتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې سعد الحریري بندي نه دی، هغه د بهرنیو سفیرانو سره هم ملاقاتونه کړي دی، خو د لبنان چارواکي ډاډه نه دي.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وه چې د نوموړي سره د امریکا سفیر هم ملاقات کړی خو د نورو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې وه.

باید وویل شي چې د یمن د ولسمشر هادي منصور په اړه هم راپورونه ورکول شوي وه چې د خپلې کابینې په شمول په سعودي کې نظربند دی، خو سعودي دغه راپورونه هم رد کړي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x