نړۍ

ټرمپ او پوتين د سوريې کړکېچ په سوله‌ ییز حل ټينګار کړی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سيال ويلايديمير پوتین سره د سوريې کړکېچ په سیاسي حل خبرې کړي او دواړو لوريو هوکړه کړې، چې بايد د سوريې کړکېچ په سوله‌ ييزه توګه پای ته ورسيږي.

اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ليکلي، چې ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سيال ويلاديمير پوټين سره هوکړه کړې، چې په سوريې کې به د دواړو هېوادونو پوځيان د يو بل پر ضد فعاليت نه کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان تاوتريخوالي په کمولو او د سوريې کړکېچ په اواري يې سلا کړې ده.

دواړو مشرانو په ويټنام کې د اسيايي هېوادونو د اقتصادي ناستې په څنډې لنډه ليدنه کړې او له دغې ليدنې وروسته ګډه اعلاميه هم خپره شوې ده.

په ورته وخت کې د روسيې ولسمشرۍ ماڼۍ «کرملین» په خپرې کړې خبرپاڼې کې ويلي، چې امریکا او روسيه د روان تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې په ځينو برخو سلا شوي او دواړه هېوادونه بايد په ګډه د داعش د له منځه وړلو لپاره يو لاس شي.

د ټرمپ او پوتين له لوري په ګډې اعلاميې کې راغلي، چې دواړو لوريو هوکړه کړې، چې د سوريې کړکېچ نظامي حل نه لري او بايد د ولسمشر بشار الاسد په ګډون له ښکېلو اړخونو سره د مذاکراتو له لارې روان کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.

د ۲۰۱۰ کال راهيسې، چې په سوريه کې د بشار الاسد پر ضد سوله ییز پاڅون په تاوتريخوالي اوښتی، نژدې یوولس لکه سوريايي وګړي په کې وژل شوي او لکونو نور د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

امریکا، روسيې او نړيوالې ټولنې د سوريې جګړې ننداره کوله، تر هغو، چې سوريه په بشپړه توګه ويجاړه شوه، له تېرو دوو کلونو راهيسې روسيې او امریکا په کې د يو بل پر ضد فعاليتونه پيل کړي دي.

روسیه پر امریکا تور لګوي، چې داعش ډلې سره پټې او ښکاره همکاري کوي او امریکا روسیه د بشار الاسد په ملاتړ ملامته بولي.

خو له دې وروستۍ ناستې ښکاري، چې روسيه او امریکا د بشارالاسد په ګډون د سوريې په سوله ییز حل سلا شوي او هر يو به د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او يوازينی زيانمن به يې د سوريې ولس وي، چې نه يې کورونه پاتې دي، نه د ژوند نورې اسانتياوې او ډيری سوريايانو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x