fbpx
د ناوې ننی سرتیری بريدګر(ملا مصطفی هراتی)

هلمند : طالبانو په ناوه کې د نني سرتيري بريدګر انځور خپور کړی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶):طالبانو د هغه سرتيري بريدګر انځور خپور کړی چې نن يې د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې د هاموي زغره وال موټر په توسط د ملي اردو پر يوې قرار ګاه بريد وکړ.

د سرتيري بريدګر نوم ملا مصطفی هراتي ښودل شوی.

نن سهار شاوخوا ۹ بجې د ناوې ولسوالۍ د غلجانو په سيمه کې د ملي اردو پر يوې لويي قرارګاه طالبانو د هاموي شوبلي په وسيله سرتيری بريد وکړ.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک په پېښه کې د يوه سرتيري د وژلو تر څنګ د ۵ نورو ژوبلېدا منلې.

طالبانو بيا ويلي چې په قرارګاه کې له ميشتو ۵۰ سرتيرو يوازي او يوازي ۴ يې په زخمي حالت کې وتلي او پاتي ټول همدلته له مرګ ژوبلي سره مخ شوي.

د ناوې ولسوالۍ له سرتيري بريد کابو ۲۳ ساعته وړاندي د لشکرګاه په ۳ حوزه کې د امنيتي ځواکونو پر ۲ کنډک هم طالبانو د چاودېدونکي مازدا موټر په واسطه بريد کړی وو.

طالبان دا بريدونه داسي مهال کوي چې په هلمند کې د دولتي ځواکونو له لوري پر هغو سيمو عمليات روان دي چې لا له وړاندي د طالبانو لاس ته لوېدلي وې.

طالبانو ته نژدې سرچينې نن ټکي اسيا ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې د دولتي ځواکونو د سترو مرکزونو په نښه کولو سره موږ کولای شو د دوی روان پلانونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړو او تر کنټرول لاندي سيمي له لاسه وتلو څخه وژغورو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د