د کلونو تيريدل او د انسان غفلت او بې غمي!!

بسم الله والحمد الله الذی لا یبقی شیء سواه، والصلاة والسلام علی نبیه و مصطفاه رسولنا محمد بن عبد الله صلی الله علیه وعلی آله وصحبه والتابعین باحسان الی یوم لقیاه أما بعد،،،

دا ټول وينو چې وخت په  منډه راون دی، ورځې غونډيږي، هفتې تيريږي، مياشتې ختميږي خو ستړي کيږي نه، بلکه په دې ځغاسته او کوشش کې دي چې زمونږ عمرونه وخوري او اجلونه مو را لنډ کړي، نو کاشکې چې دا معلوميده چې له مونږ څخه څوک نیکوکاره دي چې مبارکي ورته ووايو او خوشالی ورسره وکړو،

او څوک بدکاره او ګمراه دي چې وير او غمرازي ورسره وکړو، او ګرانو لوستونکو زه د کال د آخري ستوري  د ډوبيدو او د نوي کال د لومړي ستوري د راختو په هکله نازکې وقفې او لويې معناګانې تاسو ته لرم:

نعمت او پند: د ورځې او شپې په پرلپسې تګ راتګ، او د زمانې په دوران کې نعمتونه او پندونه دي، چې د نعمت یادونه په دې آیت کريمه کې شوې الله تعالی فرمايي: «الله الذي جعل لكم الليل لتسكنوا فيه والنهار مبصراً إن الله لذو فضل على الناس ولكن أكثر الناس لا يشكرون» [غافر/61] ترجمه: (الله تعالی هغه ذات دی چې ګرځولې ده شپه (تياره) چې آرام په کې وکړئ او ورځ يې رڼا کرځولې، یقینا د الله تعالی فضل دی پرخلکو باندې خو ډير خلک شکر نه اداء کوي) او د پند يادونه په دې مبارک آیت کې شوې ده «إن في خلق السماوات والأرض واختلاف الليل والنهار لآيات لأولي الألباب ** الذين يذكرون الله قياماً وقعوداً وعلى و جنوبهم و يتفكرون في خلق السماوات والأرض ربنا ما خلقت هذا باطلاً سبحانك فقنا عذاب النار» [آل عمران/ 190-191] ترجمه: (یقينا د آسمانونو او ځمکې په پيدايش او د شپې او ورځې په تلو راتلو کې د عاقلو انسانانو لپاره ډير دليلونه دي ** دوی داسې خلک دي چې یادوي الله تعالی په ولاړه او په ناسته او په خپلو ډډو باندې، او د اسمانونو او ځمکې په پيدايش کې فکر کوي (دوی وائي) ای زمونږه ربه نه دي پيدا کړی تا دا بې فائدې، پاکې ده ستا پس بچ کړې مونږه د عذاب د اور نه)

د کال ختميدل او د عمر ختمیدل: یقينا چې د ورځو تيریدل انسان ته اجل وريادوي، نو لکه څرنګه چې کال پيل او ختميږي، همدارنګه د انسان عمر بلکې ټوله نړۍ يوه ورځ شروع شوې او داسې ورځ به راځې چې په کې ختميږي به، ای مسلمانانو ورونو او خويندو! تا سو وليدل چې دا کال لږ موده مخکې نوی پيل شوی وو او دا دی اوس پای ته رسيږي، د دې کال قلمونه وچ شول، پاڼې يې غونډې شوې، او اعمال يې وليکل شول، او په مقابل کې نوی کال وزيږيده، قلمونه يې له رنګه ډک کړل، پاڼې يې وغوړولې او تيارې يې کړې، خو دا معلومه نه ده چې د کال آخر به ومومو که نه؟ او زمونږ اعمال په دې کې سنګه وي؟ خو د کال ختمیدل مونږ ته د دنيا ختميدل کومې ته چې الله جل جلاله فنا لیکلې ده را په زړه کوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صفاتو او لارښونو څخه دا ول چې هغه به خپل اصحاب کرامو ته د دنيا ختميدل او فنا کیدل وریادول. ابن عمر – رضی  الله عنهما – فرمایي: «يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مونږ راووت په داسې حال کې چې لمر د ونو پاڼو ته ور کوز شوی وو، نو ويې فرمايل: (دا دنیا نه ده پاتې مګر څومره چې زمونږ د دې ورځې نه پاتې دي …) [دا حدیث ابن ابی الدنیا روایت کړی او ترمذي حسن بللی]

خوشحالي… او خواشيني: د یو کال په تګ او د بل په راتګ کې خوشحالي او خواشيني وي، په هغو نیکیو، د خير په کارونو خوشحاليږو او د الله تعالی نه د هغې اجر او ثواب غواړو، او د دې په مقابل کې د ډيرو نيکیو څخه د محرومیدو او یا په ځینو ګمراهيو او محرماتو کې په واقع کیدو خواشیني کیږو، خو دغه احساسات ټول مونږ دې ته هڅوې چې الله تعالی ته ريښتنې توجه وکړو، د زړه له اخلاصه توبه وباسو، د نيغې لارې متابعت وکړو او د متقیانو او صادقینو سره يو ځای شو، نو دغه او هغه (خوشحالي او خفګان) د زمانې د تيریدو، د شپې او ورځې د اوړيدو او دا انسانانو د مرګونو په هکله د سوچ او تفکر سره یوځاي کيږي، نو ريښتيني مؤمنان او د لوړو ارادو خاوندان په دې اوچتو احساساتو تير کال ته د پای ټکی اږدي، او نوي کال ته ښه راغلاست وايي، مګر هغه غافله کسان چې په لهو او لعب او د دنیا په مستيو کې اخته وي، هغوی خوري او څښکي او وخت تيروی خو پند نه اخلي، د هغوی بل غم او هدف نه وي مګر د خوندونو کول او د شهوتونو مړول او بس.

د امت سلف او د ورځو له تيريدو پند اخیستل: د دې امت سلف – الله دې پرهغوی رحم وکړي- په تيريدونکي دنيا، له منځه تلونکي خوندونو، زائله منصبونو او د درواغو شهرت باندې نه پښيمانه کیدل، بلکه دوی به په دې پښيماني کوله چې يو ساعت به پرې تير شو او په هغه کې به يې نيکې ونه کړه، ابن مسعود – رضی الله عنه – به ویل: «زه په هيڅ څه باندې نه يم پښيمانه شوی لکه د هغې ورځې په پښيمانتيا چې لمر يې پريوزي ، اجل مې را لنډ کړي او زما عمل په کې زيات نشي». او ابوبکر بن عیاش – رحمه الله – به د مسلمانانو د حال په هکله ويل «که له یو د دوی نه یو درهم چيرې ورک شي، نو ټوله ورځ به خواشینی وي او وایې به چې (وی خدایه درهم مې ورک شو)، خو هیڅکله به دا ونه وايي چې (وی خدایه ورځ لاړه او عمل مې ونه کړ)». او مفضل بن یونس به چې کله شپه شوه ويل به يې: (زما له عمر نه پوره ورځ کمه شوه)، او چې کله به سهار شو ويل به يې: (زما عمر نه پوره شپه کمه شوه)، نو چې کله يې د ژوند آخيري سلګۍ وهلې په ژړا شو او داسې يې وفرمايل: «یقينا زه پوهیدم چې ستاسو (شپې او ورځې) په تګ را تګ کې زما لپاره یوه داسې ورځ ده چې تکليف يې ډير، ساه اخيستل په کې ګران او غم يې زيات دی، نو نشته لائق د عبادت مګر هغه ذات چې په خپلو بندګانو يې د مرګ فيصله کړې او هغه يې د دوی په منځ کې عدل ګرځولې، او بیا يې دا آیت ولوست: «الذي خلق الموت والحياة ليبلوكم أيكم أحسن عملاً وهو العزيز الغفور» ترجمه (الله داسې ذات دی چې پيداکړی مرګ او ژوند لپاره چې ازمايشت وکړي په تاسو چې کوم یو ستاسو نه د ښائسته عمل کوونکی دی، او هغه زورور او بخښونکی ذات دی) او بیا يې ساه واخيسته او له دې فاني دنيا څخه يې سترګې پټې کړې، الله دې پرې ورحميږي. او مفضل بن يونس فرمايلي: «يوه ورځ مې محمد بن النضر خواشينی او خفه وليده، ورته مې وويل: څه حال دې دی؟ او څه پيښه ده؟ ويې ويل: زما له عمر نه یوه شپه تيره شوه او هيڅ څه مې د ځان لپاره په کې لاسته را نه وړل، او همدارنګه ورځ تيريږي او نه وينم چې څه پکې لاسته راوړم، نو انا لله وانا الیه راجعون. زمونږ د امت سلف، سربيره پر دې چې په نيکو کارونو کې ډير زيات کوشش کاوه، خو سره له دې خپل ځانونه به یې هميشه په سستي او تقصیر باندي تورنول. ابن قيم –رحمه الله – فرمايي: «څوک چې د اصحاب کرامو – رضی الله عنهم- حالاتو ته ځیر شي نو دا مومي چې هغوی سره له ډير عمله ډير ويريدل، خو مونږ تقصیر او امن سره يوځای کړي، هغوی په دې پوهيدل چې د تقصیر آنجام بغير د پښيماني او حسرت نه بل څه نشي کيدای».

آیت او د هغې تفسير: الله تعالی فرمايي: «وجعلنا الليل والنهار آيتين فمحونا آية الليل وجعلنا آية النهار مبصرة لتبتغوا فضلاً من ربكم ولتعلموا عدد السنين والحساب وكل شيء فصلناه تفصيلاً ** وكل إنسان ألزمناه طائره في عنقه و نخرج له يوم القيامة كتاباً يلقاه منشوراً ** اقرأ كتابك كفى بنفسك اليوم عليك حسيباً ** من اهتدى فإنما يهتدي لنفسه و من ضل فإنما يضل عليها ولا تزر وازرة وزر أخرى وما كنا معذبين حتى نبعث رسولاً» [الإسراء 12-15] ترجمه: (او مونږ شپه او ورځ د وه نښې ګرځولې دي نو د شپې نښنه مو بې نوره کړې ده او د ورځې نښه مو د ليدلو لپاره مو مساعده پیدا کړې ده، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب عزوجل له پلوه فضل ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو د کلونو په شمير او حسابونو باندې پوه شئ او هر څه تفصیلوار مو بيان کړی دی ** هر انسان لره د ده عمل د ده په غاړه کې لازم مو ګرځولی دی، او مونږ به د قیامت په ورځ د داسې کتاب په شکل را وباسو چې هر انسان به ورسره په داسې حال کې ملاقی شي چې پرانيستلی وی ** خپل کتاب دې ولوله، چې نن ورځ ستا خپل ځان په همدا تا باندې د حساب کونکي په حیث کفایت کوي ** هر څوک چې لاره مونده کړي نو یقينا د خپل ځان لپاره يې لاره مونده کړه، او هر څوک بې لارې شي نو یقينا بې لاري يې په همده باندې ده، او پشاکوونکی نفس هم ده بل پشاکوونکی نفس پيټی نه پشا کوي او مونږ تر هغې پورې عذاب ورکوونکي نه ياستو ترڅو چې پيغمبر مبعوث کړو)

امام حسن بصری – رحمه الله – د دغو مبارکو آیتونو په تفسیر کې فرمايي: «ای بنی آدمه! تاته دوسیه او پاڼه پرانيستل شوې ده، په تا باندې دوه معززې فرشتې ګمارل شوي دي، چې یوه دې ښي اړخ ته او بله دې چپ اړ خته، نو کومه فرشته چې ښي اړخ ته ده هغه دې نیکي ليکي او سپتوي، او کومه چې چپ اړخ ته ده هغه دې ګناهونه سپتوي، نو اوس ستا خوښه ده چې څه کوې، لږ کوې که ډير ترڅو چې مرې، نو کله چې مړ شې پاڼه دې را غونډه شي، په غاړه کې دې را ځوړنده او په قبر کې در سره کيښودل شي، د دې لپاره چې د قیامت په ورځ دا خپله پاڼه خوره ووينې، او درته وويل شي چې «اقرأ كتابك كفى بنفسك اليوم عليك حسيباً» نو په یقين سره چې له پوره عدل څخه يې کار اخيستی هغه چا چې ته يې په خپل نفس حسيب او فيصله کونکی ګرځولی يې.

امام ابن کثیر – رحمه الله – پورتنۍ وينا باندې تبصره کوي وايي: دغه وينا د امام حسن بصری له غوره ویناوو څخه دی [تفسیر ابن کثیر 3/47]

او په پای کې له الله تعالی څخه دا غوښتنه کومه چې هرچا د دغه مضمون په نشر کې برخه واخيسته او یا يې چاته ور وښوده په هر شکل چې وي، د هغو کسانو څخه يې وګرځوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې له لاسونو نيسې او فردوس الاعلی جنت ته يې بيايې، والحمد الله والصلی الله علی نبینا محمد.

لیکوال: علی سعد لجهر

ژباړونکی: احمد ناصری.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.