افغانستان

د میدان وردګ اوسېدونکي: زموږ په ولایت کې تر نیمایي ډېر د رایو اچونې مرکزونه تړلي دي

په داسې حال کې چې د میدان وردګو دولتي مسوولین د سبانیو ټاکنو اړوند په یاد ولایت کې د نږدې ټولو مرکزونو د فعالیت خبره کوي، خو اوسېدونکي يي وايی چې دولتي چارواکي په دې توګه غواړي چې د رسینو له لارې دلته د ټاکنو شفافیت وښيي او دوی به د خپلې خوښې نوماند ته د ولایت او ولسواليو په مقرونو کې صندوقونه ډک کړي.

دیاد ولایت، په نرخ، چک، سیداباد او جغتو ولسوالیوکې یواځې ټاکنيز مرکزونه د دې ولسوالیو په بازارونوکې فعال پاتې شوي دي.د نرخ ولسوالی اوسیدونکی محمد نعیم وايي چې د نرخ ولسوالي  په ټولو شلو مرکزونو کې یواځې له ولسوالي سره نږدې د ده حیات او کان عزت په کلیو کې دوه مرکزونه خلاص دي، نور نو امنیتي مسوولین له ټول زور سره ونه توانېدل چې پاتې اتلس مرکزونه خلاص کړي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې ښايي په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو زور وي، خو په ځینو نورو کې دولت لاسي نه غواړي مرکزونه فعال کړي، د  دوی په خبره دسیداباد د ولسوالي د ډېرو مرکزونو رايي به په ولایت او ولسوالي کې د چارواکو په خوښه کاندید ته ولوېږي.
دوی وايي دولایتي شورا نوماندان لا مخکې ټاکل شوي، ځکه خو هغوی هم د ټاکنیزو مرکزونو د خلاصون غږ نه کوي.د میدان وردګو اوسېدونکي دا په خپل حق کې تېری ګڼي، او د میدان وردګو والی متهموي، چې رسنیو ته يې دروغ ويلي دي.
دا په داسې حال کې دی، چې یادې ټاکنې په یوه خت کې د نا امنۍ له سترګواښ او دتقلب له زورورې ويرې سره مخ دي، خو امنیتي مسوولین وايي چې د دواړو دمخینو هڅې به کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x