د خدایﷻ له رحمت څخه مه ناهېلې کیږئ!

ژباړه : فرمـــان الله نجرابوال

د ژوند ۲۳ پسرلي مې تېرشول،په ځان باوري سوم چې اوس نکاح کولای شم .په ډېره مینه مې واده وکړ.

د خوشاله ژوند شپې ورځې تیرېدې خو اللهﷻ زه د اولاد له ستر نعمت څخه بي برخې کړم.

زه او مېرمن مې روغتون ته ولاړو ،هلته مو معاینات وکړل د معایناتو پایله کې داخبره جوته شوه چې مېرمن مې ناروغه ده ډاکټرانو راته مشوره راکړه او راته کړه: که غواړې د اولاد له نعمت څخه برخمن شې باید ستاسو مېرمن عملیات شي البته د عملیات له امله به ستا دمېرمن صحت ته زیان ورسیږي،پرته له عملیات دحل لاره نشته !

مېرمن مې هم تېنګار کاوه چې باید عملیات شي تر څو د زیږون وړتېا پكې پیدا شي.

ما د دمېرمن او د ډاکټر په ځواب کې وویل: زه داسې اولاد نه غواړم چې له امله ېې زما د کورودانې صحت ته زیان ورسږي. ډېر ځلې زما کورنۍ ،مورپلار، نږدې ملګرو راباندې ټینګار کاوه چې ته باید بل واده وکړې. ما به دوی ته منفې ځواب ورکاوه چې،ما په واده کړی دی که له همدې ښځې راته خدای ﷻ اولاد راکړ دالله ﷻ ستاینه وکړم او شکر به ادا کړم او که خدایﷻ راته له همدې ښځې څخه رانصیب نکړ بیا هم دالله ﷻ حمد وایم او شکر باسم.

ځوان وایې: بس شپې ورځې کلونه تیر شول خو په زړه کې مې دا آرمان و چې کله خپل اولاد په غېږ واخلم بله داچې د خلکو له پېغورونو او تانو ډېر سټری شوم خو بیا می هم په اللهﷻ بشپړ باور درلود چې خامخا به مې د اولاد په نعمت نازوي.

يوه ورځ د ملګرو سره ناست وم،بنډار مو کاوه چې یو ملګري راته كړ: ته ډېر ښه انسان یې او کله چې دکوم کار لپاره تکل وکړې په سهی توګه یې ترسره کولای شې په همدې خبرو کې چې یو ماشوم زمونږ خواته راغی او دپلار ترڅنګ یې کېناست چې یو بل ملګري راغبرګه کړه: چې هو ته ډېر ښه انسان یې هر کار کولای شې خو داسې ماشوم نه شې پیدا کولی او له پسخنده یې راباندې ښه په لوړ غږ وخندل.

ما ملګري ته کوم ځواب ورنكړ یوازې له خونې وتلو مې بسیا وکړه ،شپه وه په لاره روان وم پورته اسمان ته مې وکتل او له خولې داسې چېغه ووتله : څښتنه ﷻ ! که زما مېرمن دزېرون وړتیا نه لري ته خو په هر څه قادرذات یې څښتنه! له تا اولاد غواړم… په چېغو چېغو تر کوره راورسېدم.

ځوان وایې: څښتن تعال زما غوښتنه ومنله دوه میاشتي لا وتلې نه وې چې زما ښځې حمل واخېست او دحمل موده پوره شوه خدای ﷻ راته یو لور را کړه چې دهغې لپاره مونږ “مریم” کېښود !

درنو لوستونکو: د خدای جل جلاله له رحمت څخه مه ناهېلې کیږئ !

‏(لاتقنطوا من رحمة الله)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د