کندهار: د کرکټ لوبغالی ګټې اخیستو ته تیار شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۰مه ۱۳۹۶ل): کندهار کې د هندوستان په مرسته د یو ميلون امريکايي ډالرو پر لګښت د کرکټ يو لوبغالی په معياري ډول جوړ شوی چې په نژدې راتلونکې کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د افغان اسلامي اژانس د راپور په اساس د کندهار ښار (دويمه عينو مېنه) کې د کرکټ نوی لوبغالی چې په څلوېښت جريبه ځمکه کې دی د جوړيدو چارې رواني دي.

د کندهار د کرکټ ملي ادارې مشر مسعود رحماني ویلي چې پر دغه لوبغالي به نورې پراختیایي پروژې پلي شي او د وخت په تېریدو سره به دا لوبغالی د کورنیو او بهرنیو سیالیو شاهد ووسي.

ده زياته کړې چې ياد لوبغالی ګټې اخيستنې ته چمتو شوی او په نژدې راتلونکي کې به دا چارې ترسره شي.

دا په کندهار کې لومړی، خو د افغانستان په کچه درېيم معياري لوبغالی دی چې تېر کال يې د ځايي چارواکو او کابل کې د هندوستان د سفير (منپريت وهرا) له لورې د جوړيدو چارې پيل شوې.

د کرکټ مینوالو په وینا دغه لوبغالی د افغانستان په کچه تر ټولو ښایسته او په معیاري شکل جوړ شوی.

د یادونې وړ ده چې په دغه لوبغالي کې د لوبغاړو لپاره کوچنی ناستځی او په یوه څنډه کې د ننداره کوونکو لپاره سیمټي څوکۍ جوړې شوي، خو په نورو درېوو خواوو کې یې د ناستې ځای په پام کې نه دی نیول شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د