نړۍ

امریکا: په زوره یې بې حجابه کړه او انځورونه یې ځیني واخیستل / ویډیو

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا په یوه مکتب کې یوې معلمې د یوې مسلمانې محصلې د سر څخه په زوره حجاب لیري کړ او ویډیو ځیني وکړه.

په ویډیو کې ښکاري چې مسلمانه محصله د ویډیو جوړېدو پر مهال خپل مخ پټوي خو معلمه یې د سر څخه ټیکرۍ لیري کوي او ویډیو ځیني اخلي او وايي چې ښایسته وریښتان دي. په یوه بله ویډیو کې وايي، د خندا وړ ده، دا ټول وریښتان یې په ټیکري پټ کړي.

دغه ویډیو د امریکا د تینیسي ایالت په ناشفیل ښار کې د «نیوفیګن چارټر» په نامه مکتب کې د یوې معلمې پر ټولنیز اکاونټ «سناپ چاټ» ثبت شوې.

د برتانیې انډپنډنټ ورځپاڼې لیکلي چې دغه پېښه وروسته تر هغه را څرګنده شوه کله چې د معلمې اکاونټ یوه داسي کس ولید چې دغه چلند یې ناخوښه کړ او د «تینیسي» خبري تلویزون ته یې ویډیو ولیږله چې د هغو تر نشرولو وروسته پسي رسنیزه شوه.

ویل کیږي چې معلمې لومړی انکار وکړ چې داسي يوه پېښه دي شوې وي خو وروسته د یاد مکتب مدیرې وویل چې دا ویډیو ددوی د مکتب اصلي څېره نه ښيي، او زیاته کړې چې ددوی مدرسه کې اکاډمیکه فضا، اخلاق او کلتور دغه سي نه دي لکه څرنګه چې ویډیو کې انځور شوي.

مدیرې همداراز دغه پېښه افسوسناکه بللې او زیاته کړې چې معلمه به له دې وروسته ښه چلند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx