ټکنالوژي

په ټول هېواد کې پر ایس-ایم-ایس پیغامونو بندیز اعلان شو

نن ټکی آسیا: د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت په یوه بې سارې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې له سره له ننه، د ټول هېواد په کچه د موبایل پیغامونو پر استولو بندیز دی.

د مخابراتو او معلوماتو ټیکنالوجۍ وزارت یوې موثقې سرچینې ویلي، چې ظاهراً دا اقدام د ځینو کاندیدانو د پلویانو له لورې د کمپاین د مودې تر پوره کېدا وروسته د سرغړونو د مخنیوي په موخه اخیستل شوی؛خو حقیقت داسې نه دی.
نوموړي وویل، چې دا اقدام له دې امله پورته شوي، چې سبا –د ټاکنو پر ورځ- د نورو په پرتله ښايي طالبان د خپلو عملیاتو د خبري پوښښ د پیاوړي کولو او تبلیغاتو لپاره ترې کار وا نه خیستلای شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت دغې پریکړې زیات شمېر افغانان خواشیني کړي او په ټولنیزو شبکو کې يې په سختو ټکو غندنه کړې.

بل پلو د ټاکنو دشکایتونو د خپلواک کیمسیون مشر عبدالستار سعادت داکار په ټاکنو کې درغلیوته لاره هوارول ګڼي. 

د ټاکنو دشکایاتو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې د موبایلو له لارې د لنډ لیکلو پیغامونو د خدماتو بندول به په ټاکنو کې د شکایاتو اورېدل له خنډ سره مخ کړي او په پایله کې به درغلیو ته لاره هواره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x