
احمدزی: ولسمشر دې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په اړه ژر فرمان صادر کړي
نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د وګړیو د ثبت او احوال ریاست ویاند روح الله احمدزی وايي، که چېرې ولسي جرګه خپله پرېکړه بېرته وانهخلي او یا ولسمشر د ولسي جرګې کړې پرېکړه لغوه نه کړي، نو برېښنايي پېژندپاڼې به ژر ونه وېشل شي.
د احمدزي په خبره، د روانې لړم میاشتې تر پایه هم د نویو برېښنايي پاڼو وېشل نه پیلېږي؛ خو د ګډ حکومت له مشر یې وغوښتل، چې د دې بهیر د پیل لپاره باید فرمان صادر کړي.
احمدزي د برېښنايي پاڼو د نه وېشلو یو لامل د ځینو سیاسي ډلو فشار وباله او اوسنی او مخکېني حکومتونه یې ګرم کړل، چې دواړو حکومتونو د دغه بهیر د پیلېدا لپاره یوازې نېټې اعلان کړي؛ خو وېش یې نه دی پیل کړی.
د برېښنايي پېژندپاڼو موضوع وروسته له هغه نوره هم جنجالي شوه، چې درې اوونۍ مخکې ولسي جرګې په پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو پرضد رایه ورکړه.
د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو پر ننګه لاریونونه وشول او د ولسي جرګې پرېکړه یې وغندله.
په کابل کې د تېرې اوونۍ د لاریون کوونکو له استازو سره د مشرانو جرګې ځینو سناتورانو ژمنه کړې وه، چې د ولسي جرګې کړې پرېکړه به لغوه کړي او په برېښنايي پېژندپاڼو کې به د اسلام او افغان کلمو ته ځای ورکړل شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي له ولسي جرګې غوښتي وو، چې خپله کړې پرېکړه بېرته واخلي؛ څو د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شي.
د اساسي قانون ۴ مې مادې پر بنسټ افغان کلمه په افغانستان کې پر ټولو مېشتو اقوامو اطلاقېږي.
د وګړیو د ثبت او احوال ریاست د قانون په شپږمه ماده کې راغلي، په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان او قوم کلمې ولیکل شي؛ خو ولسي جرګې د تېرې اکتوبر په شلمه د اسلام او افغان کلمو ضد رایه وکاروله.
It is very sad situation. Other nations are working to conquer the space and send human to mars, we are fighting on one word on ID card. shame and big shame.