خبرونه

د عدلیې وزارت له لوري د جزايي واحد کوډ ګډه ټولګه معرفي شوه

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د افغانستان د جزایي واحد کوډ چې د ۳۳ قوانینو ټولګه ده او ځینې مادې پکې اصلاح او ځینې پکې تعدیل شوي په رسمي توګه معرفي شوه.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د معرفۍ په دې غونډه کې وویل، چې د جزا نوی کوډ د تېر ۱۳۹۵ د کب په ۱۲مه د دولت د کابینې له خوا له تایید وروسته د ولسمشر له خوا توشیح شوی و، چې د روان کال د غويي په ۲۵مه په رسمي جریده کې خپور او ۹ میاشتې وروسته نافذېږي.

د انور په خبره، د جزا نوی کوډ د ملي شورا تصویب ته اړتیا لري او د تصویب وروسته به پلی شي.

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د جزا نوی کوډ د ګډ حکومت ستره لاسته راوړنه وبلله او په افغانستان کې یې د قانون او قانون جوړونې په برخه کې یې دغه نوی قانون د جوړښت، محتوا او بڼې له پلوه یو ستر بدلون یاد کړ.

د دانش په خبره، د افغانستان د جزا قانون او مدني قانون باندې ۴۰ کلونه تېر شوي، چې په ځینو برخو کې یې ستونزې لرلې او د جزا د نوي کوډ وروسته به دغه ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.

د ده په خبره، د جزا په نوي کوډ کې داسې قوانین ځای پرځای شوي، چې نور اسلامي هېوادونه یې نه لري؛ ان فرانسه کې هم خلک له دې ګډوډۍ سره مخامخ دي.

د جزا په نوي کوډ کې د تېرو قوانیو خلاف ۲۴ساعته بند درې میاشتې شوی. د انټرنېټي جرمونو، اداري فساد، د چاپېریال ساتنې په برخه کې جرمونه او د ټاکنو اړوند جرمونه د جزا په نوي کوډ کې ځای پرځای شوي دي.

د افغانستان د جزايي کوډ د اصلاح کمېټې مشر محمداشرف رسولي وویل، د افغانستان د جزا په نوي کوډ جوړونه کې یې له ایران، فرانسې، جرمني، ترکیې، مراکش، مصر، موناکو، مالیزیا هېوادونو او یو شمېر نړیوالو سندونو څخه ګټه اخیستې، چې د افغانستان له قوانینو سره یې نږدې والی درلود.

افغانستان تر دې وړاندې د جزا د ۱۱ خپلواکو قوانین لرونکی او دغه راز ۶۳ نور قوانین درلود چې پټ جزايي حکمونه په‎کې ځای شوي وو.

دغه کوډ په ٩١٤ مادو او ١٦څپرکو کې په عمومي او ځانګړو «دوو» برخو کې برابر شوى دى.

د جزا نوی کوډ داسې مهال معرفي کېږي، چې افغانستان د اداري فساد په برخه کې د نړۍ لومړیو هېوادونو کې دی او قضايي برخې یې په فساد کې ډېرې ښکېلې بلل کېږي.

تېره ورځ اجراییه مشر عبدالله عبدالله د څارنوالو یوې غونډې ته وویل، چې په ادارو کې د فساد د شتون له امله د هېواد د ۴۰ ولسوالیو خلک خپلې قانوني پرېکړې پر طالبانو کوي او دولتي محکمو ته مراجعه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x