
سوریه: د روسیې په هوايي بمبار کې ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي
نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د سوریې په دیر الزور ولایت کې د روسیې په هوايي بمبار کې ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې مشر رامي عبدالرحمن له لندنه نړیوالو خبري رسنیو ته ویلي، چې د روسیې او سوریې هوايي ځواکونو د بوکمال ښار کې پر ملکي وګړو بمبار کړی او لسګونه ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
رامي عبدالرحمن د بوکمال ښار بېرته د داعش لاس ته لوېدلو پخلی هم کړی دی.
د سوریې د حکومت اپوزېسیون فعالان وايي، چې تېره شپه د داعش وسله والو د عراق پولې ته نږدې د بوکمال ښار بېرته د سوریې له ځواکونو څخه نیولی دی.
د دوی په خبره، د سوریې پوځ په دغه جګړه کې ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
تېره اوونۍ د سوریې پوځ ویلي وو، چې له داعشي وسله والو یې د بوکمال ښار نیولی؛ خو تېره شپه یې بېرته له ولکې ووت.
له تېر ۲۰۱۱ز کال راهیسې په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم پرضد لاریونونه وشول، چې وروسته دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل او په سوریه کې بېلابېلې وسله والې ډلې راپیدا شوې.
د سوریې د بشري حقونو کمېسیون وايي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې تراوسه ۳۳،۳۰۰۰ زره خلک وژل شوي او میلیونونه سوریايي وګړو هېواد پرېښی او ترکیې، اروپا او کاناډا ته تللي دي.
د سوریې له رژیمه ایران او روسیه کلک ملاتړ کوي او د سوریې د حکومت پر ننګه یې له تېرو شپږو کلونو راهیسې جګړه پیل کړې.
ایران زرګونه افغان هزاره ګان هم د سوریې جګړې ته استولي دي.