غزل/ طالب الهام

طالب الهام

خیرکه د خلکو له ملتیا څخه نیمګړی پاتې
خو یم د ژوند په حوادثو کې ځانګړی پاتې

ورځ مې بیګا کړه په تدفین د شهیدانو باندې
چې ماښام راغلم بیا مې هم کلي کې مړی پاتې

بیا به روانې کړي لښکرې د اقصی په طرف
په دې ملت کې د عمر په څېر یو غړی پاتې

خدایه رها مې کړې محبس د ژوندانه کې تنګ یم
زما په غاړه دګناه  تړلی پړی پاتې

له ارادو ځینې راتېر شوم د اقدام په لوري
د مینې لمونځ باندې ولاړ یم نیت مې کړی پاتې

البوم د سترګو مې د اوښکو باران لوند کړ راته
د خیال تصویر دې اوس له مانه اوبو وړی پاتې

لابه ټوکیږي ورنه مینه تل طالب الهامه
لامې په زړه کې خښ د مینې یو بل زړی پاتې



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.