افغانستان

ننګرهار کې د زیتونو د پروسس فابریکه بېرته فعاله شوه

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د ننګرهار د زیتونو باغونو د حاصلاتو د پروسس فابریکه تر درې کلن ځنډ وروسته بېرته فعاله شوه.

د زیتونو د پروسس د فابریکې مشر انجینر محمد موسی عیسی زی وايي، سږ کال به له ۱۲سوه ټنو څخه د زیتون تېل او اچار تولید کړي.

د ده په خبره، درې کاله وړاندې د زیتونو د پروسس په فابریکه کې ۲۵۰۰ کارکوونکو کار کاوه؛ خو اوس دغه شمېره ۶۰ تنو ته راټیټه شوې ده.

د ننګرهار د کانال رییس غلام حضرت عبدالرحيمزي وویل، د زیتونو د پروسس دغه دولتي فابریکه ۳۳ کاله وړاندې د وخت شوروي اتحاد جوړه کړې وه، چې په تېرو جنګونو کې د دغې فابریکې ټول وسایل له منځه تللي وو او اوس یې هم ډېر وسایل ترمیم ته اړتیا لري.

دی وايي، په تېرو کلونو کې د ننګرهار د زیتون حاصلات کم شوي وو، چې له امله یې دغه فابریکه هم له کاره لوېدلې وه او تولیدات یې نه لرل.

د ننګرهار د کانال رییس د ننګرهار د ولایتي چارواکو څخه وغوښتل، چې د دې فابریکې د ترمیم او فني کارکوونکو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

یاده دې وي، د ننګرهار د زیتونو تېلو او اچارو په دې وروستیو کې ښه نوم پیدا کړی و او ځینو بهرنیو هېوادونو ته هم صادریدل؛ خو د زیتونو د حاصلاتو د کموالي له امله یې تولیدات کم رنګه شوي وو.

د ننګرهار د زیتونو د پروسس فابریکه یو ځل بیا د روسیې په مالي مرسته جوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x