
فارن پاليسي: د منځني ختيځ د وضعيت د ناوړې پايلې پړه به پر سپينې ماڼۍ وي
نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا فارن پاليسي مجلې د سعودي د وروستي وضعيت او کړکېچونو په اړه ويلي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ته پړی ورپرېښی، چې هر څه کوي، مخه يې نه نيسي.
فارن پاليسي وايي: «د منځني ختيځ وضعيت نور هم مخ پر خرابېدو دی او پړه به يې بيا هم د سپينې ماڼۍ پر غاړه وي.»
آرون ډيويډ ميلر او ريچارډ سوکوليسکي فارن پاليسي ته په ګډې مقاله کې ليکلي، چې متحده ايالتونه تل له سعودي سره د اړيکو په غښتلتيا ټينګار کوي، خو په عين وخت کې يې د دغو اړيکو په پایلو هم اندېښنه ښوولې ده.
په مقاله کې واک ته د محمد بن سلمان رسېدل او د هغه له لوري د شهزادګانو او چارواکو د پراخو نيونو لړۍ او په منځني ختيځ کې د روانو نا امنیو په اړه خبرې شوي دي.
همدارنګه يې د سعودي کورني جنجالي سياست او بهرنۍ تګلارې لکه، د يمن جګړه، د قطر کلابندي او د لبنان وروستي کړکېچن وضعيت په اړه هم څېړنه کړې ده.
فارن پاليسي زياتوي: «داسې ښکاري، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز، د هغه زوی او وليعهد محمد بن سلمان د ټرمپ اداره پر دې قانع کړې، چې دوی دواړه په منځني ختيځ کې د سولې او جګړې کيلي له ځان سره لري او د سلمان زوی، چې کوم کارونه کوي د ټرمپ زوم او د سپينې ماڼۍ ستر سلاکار جاريډ کوشنر يې همغږی او ملاتړی دی.»
دواړو ليکوالانو له وروستيو نيونو څو ورځې وړاندې سعودي ته د جاريد کوشنر د پټ سفر او د دغو نيونو په اړه د ټرمپ تائيدي څرګندونو ته هم اشاره کړې ده.
همدارنګه په مقاله کې د سعودي او ایران تر منځ سړې جګړې، په سعودي کې د لبنان د لومړي وزير سعد الحریري استعفا او همدارنګه په لبنان کې د حزب الله ملېشو او اسرائيلو تر منځ ممکنه پېښېدونکي کړکېچ ته هم اشاره شوې ده.
د فارن پاليسي په ګډون ګڼو نورو غربي رسنيو د سعودي او منځني ختيځ نا امنيو او کړکېچن وضعيت ته کتنه کړې او زياتوي، چې ټرمپ دې هر څه ته د تائيد په سترګه ګوري او د دغه تائید يوازينی لامل دا بولي، چې سعودي د ټرمپ خوله د وسلو د ميلياردونو ډالرو په تړون غلې کړې، خو پایلې به يې د امریکا په ګډون د ټولې سيمې لپاره خطرناکې وي او د دغو ټولو ناوړو پايلو پړه به پر ټرمپ او سپينې ماڼۍ وي.