
د زحل سیاره او رنګارنګه ښایسته حلقې يې !!!
لیکنه : مفتي احسان الله …
په لمریز غونډاري کې له لمر نه د بعد په اعتبار سره شپږم او د حجم په لحاظ دوهم نمبره سیاره ده ، یعني په لوی والي کې د مشتري وروسته لویه سیاره ده ، نو ځکه تر نورو سیارو يې د جاذیبیت قوه هم زياته ده ، دا هم د ګازي سیارو (مشتري ، ارناوس او نپټون) له جملي نه دی ، چې جوفیاني یعني د مشتري اشباه هم ورته ویلکیږي ، ژړ رنکه او د رفتار په اعتبار سره له پخوا لا مشهوره وه ، خو په ښایست کې بیا ساری نلري ، به دوربین کې د دې رنګارنګه کړۍ ډیري خوندوري ښکاري ، دې کړیو د زحل ښایست ور دوبالا کړی دی .
زحل که د حجم به اعتبار دوهم نمبر ده ، خو تر مشتري ډیره وړه ده ، د دې استوائي قطر 74,552 میله او د ځینو ماهریو په آند 76470 میله دی ، او قطبي قطر يې 69770 میله دی ، اوسط قطر يې 74200 میله سره برابر دی .
د زحل حرکت ډیر ورو دی ، بالخصوص د لمر پر خواوشا چې یو چکر په 29.458 کلو کې پوره کوي ، یعني 29.5 زمکني کلونه د زحل له یو کال سره برابر دي ، مګر د خپل محور پر شاوخوا یوازي په 10 ساعته او 14 دقېقو کې را څرخي ، البته دا پیمایش پر خط استوا دی ، او له خط استوا نه علاوه پر نورو برخو يې محوري حرکت زیات دی ، دا ځکه چې زحل د زمکي بالعکس جامده او سخته سیاره نده ، نو ځکه يې رفتار هم یو رکم ندی .
له لمره نه درمیانه فاصله 88 کروړه او 60 لکه میله ده ، بعد ابعد يې 93 کروړه او بعد اقرب يې 84 کروړه میله دی تقریبا ، خو د حضیض او اوج په منځ کې په دې مسافه کې زیاتوالی او کموالی راځي ، او له زمکي نه يې فاصله په هغه وخت کې چې دواړه یو بل ته قریب وي 1.2 ملیاره کم ده ، حجم يې د زمکي تر حجم په 734 یا 820 واره لوی دی ، البته د کثافت د کمښ له امله يې وزن د زمکي د وزن په پرتله یوازي 95 واره دی ، د مشتري وزن د زحل تر هغه په 318 واره ستر دی ، په ټول غونډاري کې د زخل کثافت کم ده ، ځکه چې کثافت يې تر اوبو لا هم کم دی ، د زحل کثافت د اوبو د کثافت 82 سلنه ده او د زمکي په د کثافت برخه ده .
له خپل محور سره د 26.75 درجو زاویه جوړه وي ، میل محوري يې تقریبا د زمکي هغه ته ورته والی لري ، لیکن د ده خپل مدار له دائرة البروج سره دوه نیمي درجې زاویه ده .
د لمر نه د زحل چونکه فاصله ډیره زیاته ده ، نو ځکه هلته د حرارت درجه هم ډیره کمه وي ، د ماهرینو په آند چې د حرارت درجه يې عادتا تر صفر لاندي -185 پوري رسیږي ، او دشرقي بادو سرعت يې په یوه ثانیه کې 500 متره دی ، چې په یو ساعت کې 1800 کم سره برابر دی ، دا سرعت د مشتري تر هواو ډیر زیات دی ، د هوا رخ يې همیشه د مشرق لور ته وي ، تر 2000 کم وريځو لاندي دا هواوي چلیږي .
د مشتري په شان وريځي لري ، البته پر خط استوا ډیري پراخي دي ، دا ورېځي پر خط استوا د زحل پر شاوخوا یوه دوره په 10 ساعته او 10 دقېقو کې پوره کوي ، مګر د قطبیو خوا ته نیم ساعت زیات وخت اخلي .
له قدیمي زمانې نه دا مشهوره ده ، چې د زحل ليدل په لغړو سترګو ممکن دي ، او تر ټولو اول ګالیلیو په 1610 م کې په دوربین سره کشف کړ ، خو د زحل د لیدلو تر ټول ښه وخت هغه دی ، چې له لمر سره يې د 180 درجو زاویه جوړه سي ، په دغه وخت کې بالکل د لمر د عکس په شان روښانه وي .
جاذیبیت :
چونکه د زحل قوت جاذیبیت زیات دی ، نو د زمکي په نسبت پر زحل د هر شي په وزن کې 1.08 زیاتوالی راځي ، د زیات جاذیبیت او د هوا د سختي له امله ماهرین پر زحل باندي په تجربو کې د مشکلاتو سره مخ دي .
د زحل سپږمۍ :
زیات شمیر رنګارنګه سپږمۍ لري ، ځیني يې ډیري وړي دي، او سپږمکۍ ورته ویلای سو ، چې حجم يې تقریبا 1 کم دی ، او تر ټولو لویه هغه يې ټیټان دی ، چې تر عطارد هم ستره ده ، 62 سپږمۍ يې په خپلو مدارو کې ګرزاني دي ، چې د 53 يې رسما نومول سوې دي ، د لمریز غونډاري 40% سپږمۍ د زحل هغه پوره کوي .
ټیټان سپږمۍ تر ټولو سپږمیو لویه ده ، او په لمریز غونډاري کې د مشتري تر ګانیمیډ سپږمۍ وروسته تر ټولو غټه سپږمۍ ده ، او دا په لمریز غونډاري کې واحده سپږمۍ ده ، چې هوائي خول لري ، پوهان وايې ، چې هوائي خول يې د زمکي د هوائي خول له ابتدائي حالت سره ورته وال لري ، د زمکي د سپږمۍ تر قطر يې 1.87 په اندازه قطر زیات دی ، ټیټان د زحل پر خواوشا تقریبا په 16 ورځو کې یو چکر پوره کوي .
حلقې :
د فضا په تاریخ کې تر ټولو اول د بیونیر 11 په نامه سپږمکۍ په 1979 م کال کې زحل ته ځان ورساوه ، خو د زحل د پاسنۍ ورېځو نه يې 20000 کم ارتفاع لرله ، په دغه وخت کې د زحل او ځیني سپږمیو څه تصاویر يې هم را واسته ول ، خو ډیر دقیق نه ول ، ځکه له زیاتي لیري مسافې نه يې اخیستي ول ، له دې سره يې د زحل د ځینو حلقو مطالعه هم وکړله ، په دې وجه د علماو په اکتشافاتو کې هم زیاتوالی راغلی ، لکه د ټیټا په نامه د لویې سپږمۍ د حرارت درجه يې معلومه کړه ، او داسي نور .
تر دې وروسته په 1980 م کې فویوجر 1 په نامه فضايې بيړۍ زحل ته ځان قریب کړ ، د زحل او ځینو حلقو يې په ډیر لوړ کیفیت تصاویر را واسته ول ، د دې په واسطه فلک پوهانو د ټیټا د هوايې غلاف سره لا زیات اشنا سول .
په 1981 م کې د فویاجر 2 په نامه سپږمکۍ په دې برخه لا نور پر مختګ وکړ ، د فویاجر د کامیاب عمل په سبب علماو تر دغه وخته د فضا په تاریخ کې تر ټولو لویه د کاسیني-هویګنز په نامه هوايې بېړۍ په 1997 م کې وتوغوله ، چې 12 علمي ماشینونه ورباندي نصب ول ، په 2004 م کال کې دا بېړۍ پر دې وتوانېدله چې د زحل مدار ته ځان داخل کړي ، په دغه وخت کې د 95 دقېقو لپاره يې خپل تر ټولو قوي ماشین هم چالاند وساتی ، د دې لپاره چې د زحل له جاذبیته ځان وژغوري ، کاسيني ښه په پوره انداز سره د زحل څيړنه وکړه ، او تر ټولو صاف تصاویر يې را واسته ول .
د پوهانو په وینا د کاسیني وظېفه په 2008 م کال کې په داسي حال کې پوره سوه ، چې د زحل پر شاوخوا يې 74 دوري وهلې وې ، خو وروسته بیا تر 2010 م کال پور يې په وظېفه کې تمدید راغلی ، له هغه وروسته د اړتیا پر بنا یو ځل بیا تر 2017 م کال پوري د وظېفې د اجرا اجازه ورکړله سوه ، د دې لپاره چې د زحل د موسمو ښه په پوره انداز سره مطالعه تر سره کړي ، چې تر ټولو اهم کار يې دا وکړ چې په ډیر فعال انداز يې ځان د زحل هوايې خول ته داخل کړ ، او مطالعه يې پیل کړه .
یادونه :
زحل په لمریز غونډاري کې تر ټولو د زیاتو حلقو لرونکي سیاره ده ، له دومره زیاتو او وړو اجسامو نه دا حلقې جوړي دي ، چې له حسابه وتلي دي ، د زحل په حلقو کې د لمر د وړانګو د انعکاس له امله د حلقو ښکولا يې دوه چنده ته رسیږي، 1610 م کال کې ګالیلیو اول سړی و ، چې د زحل حلقې يې ولېدلې ، درې نور عملاقي سیارې : مشتري ، اورناوس او نپتون هم حلقې لري ، خو د زحل حلقې ورباندي زیاتي او لويې دي ، د حلقو عرض يې تر 2,82,000 کم (1,75,000 ملیه ) پوري رسیږي ، یعني د زمکي او سپږمۍ په منځ کې د مسافې د درو ربعو په اندازه دی .
د زحل حلقې ډیري ښایسته او ځیني زیاتي نرمي دي ، خو بیا هم قطر يې 250,000 کم دی ، او د ځينيو بلندي یوازي یو کم وي ، او د بعضو بیا تر 10 کم پوري وي .
د زحل پنځه لويې حلقې دي ، چې بالترتیب G ، F ، A ، B او C ورته وایې ، خو په واقعت کې ټولې مجموعه حلقې په زرهاو دي ، د ، F او B حلقې نرم او په ګرانه لیدل کیږي ، دا نوري درې پراخي حلقې دي او په اسانه سره لیدل کیدلای سي .
په لاندي جدول کې د امریکي مشهوري ادارې ناسا د تحقیق سره سم د زحل د حلقو تفصیل دی :
د حلقې نوم | د زحل له مرکزه بیا د حلقې تر ابتدا مسافه | پلنوالی |
D | 66970 – 74490 كم | 7500 كم |
C | 74490 – 91980 كم | 17500 كم |
فجوه كولومب | 77800 كم | 100 كم |
فجوه ماكسويل | 87500 كم | 270 كم |
فجوه بوند | 88690 – 88720 كم | 30 كم |
فجوه داويس | 90200 -90220 كم | 20 كم |
B | 91980 – 117580 كم | 25500 كم |
حاجز كاسيني | 117500 – 122050 كم | 4700 كم |
فجوه هويغنز | 117680 كم | 285 – 440 كم |
فجوه هيرتشيل | 118183 – 118285 كم | 102 كم |
فجوه راسل | 118597 – 118630 كم | 33 كم |
فجوه جيفري | 118931 – 118969 كم | 38 كم |
فجوه كايبر | 119403 – 119406 كم | 238 كم |
فجوه لابلاس | 119848 – 120086 كم | 238 كم |
فجوه بيسل | 120305 – 120318 كم | 10 كم |
فجوه برنارد | 120305 – 120318 كم | 13 كم |
A | 122050 – 136770 كم | 14600 كم |
فجوه إنكي | 133570 كم | 325 كم |
فجوه كيلير | 136530 كم | 325 كم |
حاجز | 136770 – 139380 كم | 2600 كم |
F | 140224 | 30 – 50 |
G | 166000 – 174000 كم | 8000 كم |
E | 180000 – 480000 | 300000 |