افغانستان

ملي امنیت د سړي تښتوونکو ۱۴ کسیزه ډله نیولې

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې په کابل کې يې د سړي تښتوونکو ۱۴ کسیزه ډله نیولې.

د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغې ډلې د کابل ښار په بیلا بیلو برخو کې د خلکو په تښتونې، ګواښنې او غلاو کې لاس درلود.

ملي امنیت ویلي چې د دغه شبکې مشري غلام نبي ولد فردین کوله او په دې وروستیو کې يې د «صفي الله» په نامه یو تاجر د کابل ښار د پنځمې ناحیې څخه تښتولی وو او د هغه د خوشي کېدو په بدل کې يې د پنځه لکو امریکايي ډالرو غوښتنه کوله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددغې ډلې څخه یې داسي معلومات هم تر لاسه کړي چې له مخې يې غوښتل په کابل کې ځیني مشخص افراد په نښه او د پیسو په بدل کې وتښتوي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په شمول د هیواد په اکثرو لویو ښارونو کې د پیسو لپاره د سړي تښتونې پيښې زیات شوي چې له امله یې په ښارونو کې وېره خپره ده او داسي ګمان هم کیږي چې د ځینو سره یې دولتي چارواکي مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x