افغانستان

د روڼتیا د څار اداره: د حکومت په زندانونو کې شکنجه تر بل هر وخت ډېره شوې

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د افغانستان د روڼتیا د څار ادارې په تازه راپور کې ویلي، چې په زندانونو کې د بندیانو شکنجه کول تر بل هر وخت ډېر شوي دي.

د دې ادارې مشر سیداکرام افضلي نن په کابل کې خبریالانو ته د خپلې درې کلنې څېړنې په اړه معلومات ورکړل او د څرخي پله، بغلان او د میدان وردګو زندانونو کې یې د بندیانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د ښاغلي افضلي په خبره، د هېواد دغه درې زندانونه په نمونه‌يي ډول یاد شوي او په زیاتو زندانونو کې د افغانستان د قوانینو څخه سرغړونه کېږي او د بندیانو شته حقوق نه ورکول کېږي.

د ده په خبره«د دې پر ځای چې د افغانستان زندانونه د آزادۍ د سلبولو مرکزونه وي، دا د بشري حقونو د نقضولو په مرکزونو، د شکنجې په مرکزونو او د عُقدو د جوړولو په مرکزونو بدل شوي دي. د میلیونونو ډالرو په لګولو سره د زندانونو وضعیت په خواشینۍ سره چې لا هم په جدي توګه له داسې ستونزو سره مخ دی، چې د زندانونو وضعیت یې غیرانساني کړی دی.»

دی وايي، د درې کلونو په موده کې یې له بندیانو سره د زور زیاتې له ۱۰۰۰ ډېرې پېښې ثبت کړي، چې د زندانیانو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د روڼتیا د څار ادارې په راپور کې راغلي، د هېواد په ډېرو زندانونو کې په یوه خونه کې زیات شمېر بندیان ساتل کېږي، د ځای کموالی، د امکاناتو نشتوالی، د معیاري ودانیو نه شتون، د کورنیو له غړو سره د لیدنې د مناسب ځای نشتوالی، ناپاکې اوبه، د برېښنا نشتوالی او ګڼ شمېر هغه ستونزې پرځای پرتې دي، چې تراوسه حل شوي نه دي.

افضلي د ګډ حکومت له دواړو مشرانو وغوښتل، چې د زندانیانو حقونو ته پوره پام وکړي او له بندیانو سره دې د مور مېرې چلند نه کوي.

له دې وړاندې هم ورته راپورونه ورکړل شوي وو، چې د حکومت او د امریکايي ځواکونو په پټو او ښکاره زندانونو کې له بندیانو سره انساني سلوک نه کېږي.

دوه اوونۍ وړاندې د څرخي پله په زندان کې ځینو بندیانو یو دیني عالم وژلی و.

د روان کال په پیل کې داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې د څرخي پله له زندانه د شپې پرمهال ځینې بندیان ایستل کېږي او په مرموزه توګه وژل کېږي.

د هېواد په زیاتو زندانونو کې داسې بندیان شته، چې یوه لسیزه بند یې تېر کړی؛ خو تراوسه یې جرم نه دی معلوم شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x