افغانستان

عدليې وزارت او ارغنديوال د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي نه مني

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت د عدليې وزارت او د حزب اسلامي د رسمي شوې څانګې مشر عبدالهادي ارغنديوال ويلي، چې ګلبدین حکمتيار قانوني حق نه لري، چې د حزب اسلامي په مشرۍ ګوندي فعاليتونه وکړي.

تېره اوونۍ د حزب اسلامي مشر حکمتيار په کابل کې د خپل ګوند د مرکزي شورا په لومړنۍ غونډې کې وويل، چې د حزب ټولې کابل مېشتې ډلې اوس د ده په مشرۍ راټولې شوي او په دې اړه يې د اختلافاتو هر ډول اوازې رد کړې.

له ګډ حکومت سره د ګلبدين حکمتيار له يو ځای کېدو وروسته د حزب اسلامي د مرکزي شورا دا لومړنۍ ناسته وه.

خو د حکمتيار له دغو څرګندونو وروسته هم په عدليې وزارت کې  د رسمي شوي حزب اسلامي ګوند مشر عبدالهادي ارغنديوال ويلي، چې حکمتيار د حزب اسلامي په نوم د فعاليت اجازه نه لري او د هغه دا ډول فعاليتونه يې له قانونه سرغړونه بللې ده.

کابل ته د ګلبدين حکمتيار له راتلو وړاندې هم ارغنديوال ويلي و، چې دی د حزب اسلامي رسمي او قانوني مشر دی او که حکمتيار کابل ته راځي، خپل ځان لپاره دې په بل نوم ګوند جوړ کړي.

ارغنديوال وايي، چې لا هم له حکمتيار سره په ګڼو موضوعاتو اختلاف لري او تر څو، چې دغه اختلافات نه وي حل شوي، د يووالي خبرې بې بنسټه دي.

که څه هم ارغنديوال د اختلافاتو موضوع نه ده څرګنده کړې، خو د حزب اسلامي يو شمېر سرچينې وايي، چې ارغنديوال نور نه غواړي د پخوا په څېر «د يوه ديکتاتور او خپلمني» مشر تر واک لاندې حزب کې ګډون وکړي.

کابل ته د حکمتيار له راتلو وروسته ښاغلي ارغنديوال له ګلبدين حکمتيار سره په لومړيو کې يو څو ناستې وکړې، خو پايلې يې منفي وې.

د ارغنديوال په ګډون د حزب يو شمېر معتبرې کړۍ وايي، چې ګلبدين حزب خانداني کړی، څه کشرانو زامنو او څه يې زومانو ته ورکړی او د حزب لپاره قرباني ورکوونکي خلک اوس کړېږې او د حکمتیار د کورنۍ رحم او کرم ته پاتې دي.

د ګډ حکومت د عدليې وزارت هم په کابل کې د ګلبدين حکمتيار ګونديز فعاليتونه ناقانونه بللي او ټينګار يې کړی، چې يوازې د ارغنديوال په مشرۍ رسمي شوی ګوند د سياسي فعاليت اجازه لري.

د عدليې وزارت هم د ګډ حکومت په وېش کې د ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي ته رسېدلی او د عدليې وزير ډاکټر انور هم خپله وفاداري د حکمتيار پر ځای ارغنديوال سره ښکاره کړې ده.

د ارغنديوال په مشرۍ د حزب ګڼ غړي وايي، چې د حزب د مرکزي شورا په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو دوی ټينګار کوي، چې ګلبدين حکمتيار د ګونديز فعاليت قانوني اجازه نه لري، له همدې امله يې په دغه غونډه کې ګډون ونه کړ.

د حزب دغه غړي ټينګار کوي، که ګلبدین حکمتيار سياسي فعاليت ته زړه ښه کوي، نو بايد د ارغنديوال تر مشرۍ لاندې فعاليت وکړي او يا دې هم د خپل ځان لپاره بل ګوند رسمي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

دافغانستان او نړی خلک خو حزب اسلامی د جلالتمآب حکمتیار صاحب په نامه پیژنی. ښاغلی ارغندیوال د چا په اجازه خپل حزب دحزب اسلامی په نامه ثبت کړ؟؟ عجیب انصاف ده؟؟ حکمتیار په غرو کی ګرزیده او تاد هغه په حزب کودتا کوله او هغه دپه وزارت عدلیه کی ثبتاوه. په نړی کی ماته داسی حزب راوشیی چه هغه کی د مشر قدرت له نورو سره مساوی وی؟؟ استاد ربانی ولاړ په ځای یی ځوی مشر شو. که ار غندیوال رښتیا وایی نو دده په ملګرو کی بل څوک نښته چه ده نصیر درانی د وزیر په حیث معرفی کړ؟؟… نور لوستل »

غ.حضرت

وروره که رشتیا در ته ووایم د افغانستان پدې اتیا کلن سل کلن تاریخ کی هر هغه سیاسی- اجتماعی- مذهبی خوځښتونه چه را منځته شویدی ټول جعلی او تقلبی او د استعمارګرانو د ګټو لپاره کارول شوی او لنډ مهال او بې ریښې او وچ خوځښتونه دی د مثال پډول د جعلی خادم دین رسول خدا څخه نیولی تر جعلی امیرالمؤمنین پوری، له ویښ زلمیانو نه نیولې تر خلق او پرچم او ستم او شعله او افغان ملت تر ګوندونو پوری. ځینی اسلامی احزاب تر یو ځای پوری طبیعی او مطمئن احزاب وه خو هغوی هم د تېر څلویښت کلن… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x