fbpx

د ګډحکومت مشرانو په ګډه امریکايي ډیپلوماټ ته مډال ورکړ

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت غبرګو مشرانو هر یو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د یو امریکايي ډیپلوماټ په سینه باندې د غازي میر مسجدي خان مډال وټومبه او د واشنګټن په لور یې رخصت کړ.

هوګو لارنس په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر و، چې اوس یې په افغانستان کې کاري موده پای ته رسېدلې.

تېر ماښام په ارګ کې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني، اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، میرمن رولا سعاده غني (بي بي ګل) او نور ګڼ دولتي چارواکي د یاد امریکايي ډیپلوماټ د مخې ښې لپاره راغونډ شوي وو.

د هوګو لارنس په سینه د غازي میر مسجدي خان د مډال ټومبلو چاره ولسمشر او اجرائیوي رئیس په شریکه ترسره کړه او په دې توګه د ګډ حکومت دواړه مشران یو امریکايي ډیپلوماټ ته د مډال ورکولو په مراسمو کې برخوال شول.

خو دا چې د ملي امنیت شورا رئیس حنیف اتمر په یادو مراسمو کې له ګډون څخه پاتې و، د امریکا سرپرست سفیر سره یې په په یوې جلا کتنه کې خدای پاماني وکړه او مننه یې ترې وکړه چې سفارت یې د ټرمپ په ستراتیژۍ کې مهم رول ادا کړی.

د ارګ او ملي امنیت شورا د خبرپاڼو له مخې د امریکا سرپرست سفیر د ګډ حکومت مشران هڅولي او ستایلي دي.

د ارګ خبرپاڼې لیکلي چې لارنس د اشرف غني ستاینه کړې چې ګویا د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې یې هڅې کړي او افتخار یې څرګند کړی چې له اشرف غني یې په افغانستان کې کار کړی.

په ورته ډول د ملي امنیت شورا خبرپاڼې لیکلي چې لارنس د حنیف اتمر ډیره ستاینه کړې او هغه ته یې د یو «مدبر او کامیاب سیاستمدار» خطاب کړی دی.

یاده دې وي چې غازي میر مسجدي خان د انګریزي استعمار پر ضد د افغان ولس د ازادۍ او خپلواکۍ د جګړو په تاریخ کې یو اتل و، خو په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو ګڼ چارواکي د غازي میر مسجدي خان په مډال نازول شوي دي.

دغه مډال د تېرې می په میاشت کې اشرف غني د بهرنیو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو لوی قومندان تورن جنرال سکاټ هاویل ته هم په سینه ټومبلی و.

امریکا د تېر کال له ډیسمبر څخه په افغانستان کې سفیر نه لري او د سفارت چارې يې د سرپرست (شارژدافیر) له لوري پرمخ بیول کیږي، چې د همدومره تودو اړیکو باوجود د امریکا لپاره د افغانستان د کمزوري ډیپلوماتیک حیثیت ښکارندويي کوي.

په عمومي توګه د یو دولتي مډال د ورکولو په مراسمو کې یوازې ولسمشر اشرف غني او یا هم اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالله ګډون کوي، خو کله چې په امریکا پورې تړلي یو مهم شخصیت ته مډال ورکول کیږي، نو په هغو مراسمو کې بیا دواړه مشران خپله پنځوس-پنځوس سلنه ونډه اخلي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابودجانه افغان
میلمه
ابودجانه افغان

تاریخ بار بار تکراریږی
ډاکټر نجیب روسانو ته د میډالونو ورټومبلو څه ګټه ورکړه؟
ډاکټر غنی او عبدالله ته به دا میډالونو ورټومبل څه ډول نتیجه ورکړی؟
افغان ولس هغه غیرتی قوم دی چا د چرګی پور هم نه ورپریږدی.
غیرتی تل د بل په غم احته وی
بی غیرتو دلاګانو مزی وکړی

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

افسوس افسوس که اگر کدام ژورنالست جرأت نماید یا جناب محترم بیانزی صیب که هم در ملاقات ما تشریف داشتند با هوگولورینس موضوع و برخورد مرا را برای هموطنان تشریح کند که همه افغانهای مادالر پرست و ناموس فروش دین فروش وطن فروش مانند غلام بچه های دست نشانده اداره دو سره کابل نیستند کسانیکه ایمان تقوا دارند از حق دفاع میکنند و هم فکر نکنم که نن تکی آسیا و مطبوعات اجیران افغانی جرآت کنند که موضوع ملاقات مرا با هوگو لورینس نشر کند و همیشه من در ملاقات ها تنها نمی روم یک چند نفر افغانهای خود را… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

مسلمانو افعانانو ورونو السلام علیکم ! ډیره بخښنه کوۍ چه زما په دی تبصره کی ( سره د دی چه حقایق او ترسره شوی دی ) لږه بی ادبی شتون لری ، زمونږ د پاره بی ادبی مګر د کابل غلامانو او بادارانو د باره عین ادب دی او هغه همدغه د امریکا سفیر سربرست ته ( په کوم سفارت کی چه د هغوی خارجه وزیر به ع او غ دواړو نکاج وتړله او د نکاح لمړی شپه یی ورسره تیره کړه ) د هماغه فاحشو بلبلو له خوا د مننی مدالونه ور غاړی کولو په اړه ده : اشغلګر… نور لوستل »