ورزش

پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ لوبو موافقه لاسلیک کړه.

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۶ل): د پاکستان کرکټ بورډ او ویسټ انډیز کرکټ بورډ  د راروانو پنځه کلنو لپاره  د دوه اړخیزو سیالیو کولو موافقه وکړه.

دغه لوبې به راروان کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان په کوربه توب شروع شي.

په همدې کال به پاکستان د ویسټ انډیز کوربه توب هم کوي او هلته به په فلوریډا ښار کې لوبې تر سره کوي.

د ډان خبرپاڼې د راپور پر اساس د پاکستان کرکټ بورډ مشر په یوه خبري کانفرانس کې ویلي: په دې زمونږ موافقه شوې چې د ویسټ انډيز لوبډله به راروان کال پاکستان ته راځي.

ده زیاته کړه هر کال به د یادو لوبډلو تر منځ دوه اړخیزه لوبې کیږي چې په دې سره به پاکستان کې لوبو ته لاره هوراه شي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو ټیمونو تر منځ په روان کال پاکستان کې د لوبو موافقه شوې وه خو د ویسټ انډیز لوبډلې راتګ لغوه کړ.

پاکستان ددغو لغوه کیدو لامل د موسم خرابوالی ښودلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x