افغانستان

د خوست د ټنیو جنایي مدیر وژل شوی

نن ټکی آسیا: پرون د جمعې په ورځ څه باندې درې بجې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په یوه ټاکنیزه حوزه کې د بمي چاودنې له کبله د تڼیو ولسوالۍ جنايي مدیر معروف او یو بل تن وژل شوي او درې نور پولیس ټپیان شوي دي.دا د ټاکنو په درشل کې لومړنۍ خونړۍ پېښه بلل کیدای شي.

 د تڼیو ولسوالۍ مسوولینو سرچینې، ته د پېښي پخلی کړی،  چې ټاکنیزه حوزه د انتخاباتو د موادو تر ځای پر ځای کولو وړاندې کتل شوې وه، خو بیا هم مخالفین توانیدلي ول، چې په دغه مرکز کې یو غټ ماین ځای پر ځای کړي، چې د چاودنې له کبله يې د تڼیو ولسوالۍ جنايي مدیر او یو بل تن ووژل شول او درې تنه نور چې دوه يې پولیس وو، ټپیان شوي دي.
 د یادې پيښې په تړاو د تڼیو ولسوال جاوید جوشان مشال راډیو ته وویل، چې د دې ولسوالۍ جنايي مدیر وژل شوی او ساتونکو ته یې هم مرګ-ژوبله اوښتې.
 د جمعې په ورځ دا دویمه پيښه وه، چې د تڼیو په امن لرونکې ولسوالۍ کې رامنځته شوه، په لومړنۍ پېښه کې چې د ولسوالۍ په ودانۍ کې ترسره شوه، د نقیب الله په نوم یو تن پولیس افسر له خوا د اسوشیتید پرېس اژانس دوه ښځینه خبریالانې تر برید لاندې راغلي، چې په کې المانۍ خبریاله ووژل شوه او کاناډايۍ خبریاله سخته ټپي شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x