ورزش

افغان لوبغاړي په پي ایس ایل کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرکټ بورډ ته نېږدې سرچېنې وايي چې د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې به افغان لوبغاړي ګډون نه کوي.

نن د نومبر په ۱۲مه په عربي اماراتو کې د پي سي ایل درېیم پړاو لپاره لوبغاړي اخېستل کیږي چې د افغانستان له لوري په کې نهو لوبغاړو ته په بولۍ کې ځای ورکړی شوی دی.

خو اوس تازه کرکټ بورډ ته نېږدې سرچېنو ویلي چې افغان لوبغاړي د فروري په میاشت کې د نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته په تیاریو او سیالیو بوخت دي او له همدې کبله په یادو لوبو کې ګډون نشي کولای.

سرچېنې زیاته کړې چې د افغانستان په شمول د ویسټ انډيز، آیرلینډ او زمبابوۍ د یو ورځېنۍ لوبډلو لوبغاړي هم په پي سي ایل کې برخه نه اخلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x