حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه وايي ما ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د لسو خبرو لارښوونه وکړه

احمد جنيد مبارز

۱- له الله جل جلاله سره شريک مه نيسه، که څه هم ووژل سې يا وسوځول سې.

۲- هیڅکله د خپل مور او پلار سرغړونه مه کوه، که څه هم درته ووايي چي خپل مېرمن، کور او شتمني پرېږده او له کوره ووځه.

۳- هيڅکله فرض لمونځ قصداً مه پرېږده؛ ځکه څوک چي فرض لمونځ قصداً پرېږدي، هغه د الله جل جلاله له ذمه وارۍ خلاص سي.

۴- شراب هيڅکله مه څښه، ځکه شراب د بې حيايۍ ريښه ده.

۵- له ګناه څخه ځان ساته؛ ځکه چي الله جل جلاله ناراضه یا خفه کېږي.

۶- د جګړې له ډګره مه تښته، که څه هم نور خلګ ووژل سي.

۷- کله چي په يو ځای کي خلګ د هيضې (اوبا) په ناروغۍ اخته سي او ته هملته يې؛ نو له هغه ځايه مه تښته.

۸- د هغه چا نفقه او لګښت چي پر تا لازمه ده، پر هغوی ښه لګښت کوه، مطلب ښه نفقه ورته برابروه.

۹- او د ادب په زده کړه کي يې، له ډیري نرمۍ کار مه اخله.

۱۰- او هغوی د الله جل جلاله د قوانينو او احکامو په اړه بېروه.

في المشکاة عن معاذ رضي الله عنه من غیر انتساب، و اخرجه الامام احمد فی المسند (۵/۲۳۲) في مسند معاذ بن جبل رضي الله عنه.

وما توفیقي الابالله علیه توکت والیه انیب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د