ورزش

پي ایس ایل کې د افغان لوبغاړو نه اخیستلو په اړه د جاویدافریدي غبرګون

نن ټکی اسیا  (یکشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۶ل): د پاکستان په سوپر لیګ کې سږ کال یواځې یو افغان لوبغاړی هم واخیستل شو.

جاوید افریدي په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې پیښور زلمي غوښتل چې افغان لوبغاړي پي ایس ایل کې واخلي.

هغه زیاته کړې چې موږ سږ کال غوښتل چې د پي ایس ایل په دریم پړاو کې د ډرافټ نه د افغانستان لوبغاړي هم واخلو خو د افغانستان ټیم په فروري کې خپل مصروفیات لري او د نړیوال جام غوراوي لوبو کې مصروف دي او دوی پي ایس ایل کې لوبو ته حاضر نه دي.

جاوید افریدي وايي پیښور زلمي د پلاټینم په گټگیري کې راشد خان او په ډایمنډ کې محمد نبي او سلور کې هم افغان لوبغاړي په نظر کې نیولي وو چې  قسمت یاري ونه کړه .

هغه زیاته کړه چې پیښور زلمي به تیر کال غوندې سږ کال هم ځوان افغان لوبغاړي د ځان سره د تجربه او تمرینونو لپاره ساتي او اینده کې به هم افغانستان د کرکټ سره ملگرتیا کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ ته نېږدې سرچېنو هم ویلي وو چې افغان لوبډله په فرورۍ کې مصروفیتونه لري او نشي کولای چې په پي ایس ایل کې ولوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x